د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي: په مډل آرډر کې ستونزه لرو


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وایي د پاکستان سره د لوبو په بایللو مایوسه دی خو د دې لوبو څخه یې ډیر څه زده کړل او کوښښ به کوي چې په را روان آسیا جام او نړیوال جام کې ترې کار واخلي.

د آسیا جام سیالۍ د همدې روانې اګست میاشتې په ۳۰ مې د پاکستان په لاهور کې پیل کیږي او ځینې لوبې به یې په سریلانکا کې کیږي.

پدې جام کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د مارچ د میاشتې په څلورمې نیټې د بنګله دیش سره ده او دا لوبه به د پاکستان د لاهور په ښار کې وشي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان د لوبډلې د سر لوبغاړو په لوبې رضایت وښود خو دا یې ومنله چې د منځ لوبغاړو (مډل آرډر) په برخې کې ستونزه شته او باید دا لوبغاړي ډیر مسؤلیت په غاړه واخلي.

ښاغلي شهیدي وویل، " د پیل لوبغاړي مو ښه دي خو مډل آرډر مو باید ډیر مسؤلیت واخلي. دا زمونږ لپاره یوه ستونزه ده. مونږ پوهیږو چې د همدې شان لوبډلو سره په نړیوال جام او آسیا جام کې مخامخ کیږو. په توپ وهنې کې مو غلطۍ وکړئ او پدې به کار کوو. په فیلډنګ کې هم ستونزه لرو".

د افغانستان لپاره د لوبې پیل په ترتیب سره رحمان الله ګربز ، ابراهیم ځدراڼ، او رحمت شاه زرمتي کاوه خو په مډل آرډر کې بیا پخپله کپتان حشمت الله شاهدي، او اکرام علیخیل لوبې ته راوتل.

د پاکستان سره د دې لړۍ په لومړنۍ لوبې سره لدې چې افغان توپ اچوونکو وکړی شو د پاکستان ټوله لوبډله وړاندې تر دې چې ۵۰ اوره پوره شي، یوازې د ۲۰۱ منډې کولو څخه وروسته وسوځوله خو د توپ وهنې په برخې کې هیڅ افغان لوبغاړی ونه ځلید او ټوله لوبډله یوازې د ۵۹ منډولو کولو څخه وروسته وسوځیده.

د پاکستان سره پدې سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې درې لوبغاړي، نجیب الله ځدراڼ، رحمت شاه زرمتی او عظمت الله عمرزی ژوبل شوي هم دي او له همدې کبله یې په ځینو لوبو کې برخه وانخیسته.

افغانستان د توپ اچوونې په برخې ډیر ملا په ورو توپ اچوونکي تړي.

سره لدې چې د افغانستان دوه سرکرده ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمان او راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د توپ اچونې په درجه بندۍ کې په ترتیب سره په دریم او څلورم مقام کې دي خو د پاکستان سره روانو سیالیو کې راشد خان هغه شان ونه ځلید څومره چې د لوبډلې توقع ترې وه.

راشد خان د پاکستان سره په لومړنۍ لوبې کې په ۱۰ اورونو کې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول خو په دویمې لوبې کې یې هیڅ یو لوبغاړی ونه وسوځاوه او په دریمې لوبې کې بیا یوازې یو لوبغاړی وسوځاوه.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG