د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا فوټسال جام ته د لارموندنې سیالیو کې سعودي ته ماتې ورکړه


د اسیا د ملتونو د فوټسال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د سعودي عربستان ټیم ته ماتې ورکړه.

د طالبانو د حکومت د ورزش او المپیک ملي کمیټه وايي، چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د یکشنبې په شپه اکتوبراتم (تلې ۱۶) د اسیا د ملتونو د فوټسال جام د روانو سیالیو په مقدماتي پړاو کې د سعودي عربستان د ټیم سره مسابقه وکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په خپله لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته د دریو پر دوو ګولونو ماتې ورکړه. په دې سیالۍ کې اکبر کاظمي دوه ګوله ووهل او سید حسین موسوي یو ګول ووهه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د شنبې په ورځ د اکتوبراووم (تلې۱۵) ویلي و، چې سعودي عربستان د فوټسال د ټیم د غړو لپاره ویزې په ځنډ صادره کړې وې، چې له امله یې د فوټسال ټیم غړي د سیالیو د پیلیدو یوه ورځ وروسته دغه هیواد ته ورسیدل.

ټاکل شوې وه، چې د سعودي عربستان او افغانستان د ټیمونو ترمنځ دا سیالي د شنبې په ورځ ترسره شوی وی، خو د افغانستان د ټیم ناوخته رسیدلو له امله دا سیالي د یکشنبې په شپه ترسره شوه.

د اسیا د ملتونو د فوټسال جام مقدماتي سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب د تلې د ۱۶ څخه د تلې تر ۲۰ پورې ترسره کیږي.

افغانستان به خپله دوییمه او درییمه لوبه د اندونیزیا او ماکایو سره ترسره کړي. د اندونیزیا سره د افغانستان لوبه نن د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهم ( تلې ۱۷) ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي: "د هیواد د فوټسال ملي ټیم د هیواد په دننه او بهر کې د تمرینونو ترسره کولو وروسته د تدارکاتي او دوستانه لوبو ترسره کولواو د کافا اوکانټیننټال په تورنمنټونو کې په ګډون سره د اسیا د ملتونو د فوټسال جام مقدماتي سیالیو کې په قوت سره برخه اخلی".

که افغانستان د اسیا د ملتونو د فوټسال جام مقدماتي سیالیو د بي په کتګورۍ کې لومړی یا دوییم مقام ترلاسه کړي د اسیا د ملتونو د فوټسال جام کې به ددغه ټیم لومړنی پرمختګ وي.

ټاکل شوې، چې د اسیا د ملتونود فوټسال جام سیالۍ په ۲۰۲۴ کال کې ترسره شي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان د فوټسال په ټیم کې فرزاد محمودي او غفار صادقي پرته چې د افغانستان له دننه څخه یې په دغه ټیم کې برخه لري د ټیم نور دیارلس غړي په ایران کې میشت افغان کډوال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG