۲۲:۳۶
۲۳.۳.۱۳۹۳
په افغانستان کې د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت د ساتلو لپاره د ملي دفاع ۹۵ زره عسکر په کار بوخت دي او د ملي اردو ۱۷ زره نور کومانډويي ځواکونه د تیارسي په حال کې دي.
۲۲:۴۱
۲۳.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني لومړی کس و چې په اوه بجو یې د ۱۹۳۹ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې رایه واچوله. هغه د مکروریانو د الفتح په ښوونځی کې خپله رایه استعمال کړه.
ښاغلي نورستاني وویل چې د پلان مطابق په ټول افغانستان کې د رایې اچونې مرکزونه پرانستل شوي دي.
ښاغلي نورستاني وویل چې د پلان مطابق په ټول افغانستان کې د رایې اچونې مرکزونه پرانستل شوي دي.
۲۳:۱۳
۲۳.۳.۱۳۹۳
د فراه والي محمد عمر شیرزاد د فراه ولایت د چارواکو سره یو ځای خپلې رایې استعمال کړي.
د فراه والي وايي چې د فراه په ولایت کې د رایې اچونې د مرکزونو امنیت ساتل کیږي او خلګ په اطمینان سره کولای شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي
د فراه والي وايي چې د فراه په ولایت کې د رایې اچونې د مرکزونو امنیت ساتل کیږي او خلګ په اطمینان سره کولای شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي
۲۳:۱۵
۲۳.۳.۱۳۹۳
ولسمشر حامد کرزی د اماني لیسې د رایې اچونې په مرکز کې خپله رایه استعمال کړه.