د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا فوټسال جام ته لاره وموندله


Afghan Futsal National Team
Afghan Futsal National Team

په سعودي عربستان کې د اسیا فوټسال جام ته د لارموندنې د سیالیو په لړ کې د چهارشنبې د ورځې ماښام اکتوبر۱۱ ( تلې ۱۹) افغانستان خپله درییمه لوبه د "ماکایود" لوبډلې څخه په لوی توپیر وګټله او د اسیا فوټسال جام ته یې لاره وموندله.

په دې سیالۍ کې افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ماکایو ملي لوبډلې ته ۱۸ ګولونه ورکړل، په داسې کې چې د ماکایو ټیم یوازې وتوانید، چې د خپل ټیم په ګټه دوه ګولونه ووهي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه اعلامیه کې د پنجسنبې په ورځ اکتوبر۱۲ (تلې ۲۰) ویلي:" زمونږ د فوټسال د ملي ټیم غړو پرته له بیاللو د دریو لوبو څخه د اوو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د "بي" د ډلې په سر کې ځای ونیو او په دې توګه وتوانیدل، چې د اسیا فوټسال جام ته لاره ومومي".

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د فوټسال ټیم د لومړینو لوبو څخه د اسیا د ملتونو جام ته لاره مومي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون دا یو ځانګړې لاس ته راوړنه ګڼلې ده.

د سعودي عربستان ملي ټیم د شپږو امتیازونو په لرلو سره هم د اسیا د ملتونو جام ته لاره وموندله.

د اسیا د ملتونو د فوټسال جام مقدماتي سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب د تلې د ۱۶مې څخه د تلې تر ۲۰مې پورې ترسره شوې. افغانستان ددغو سیالیو په لړ کې سعودي عربستان، اندونیزیا او مکایو سره لوبې وکړې.

افغانستان ملي ټیم خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان د ټیم سره د یکشنبې په ورځ وکړه، چې ددغه هیواد ټیم ته یې ماتې ورکړه. افغانستان خپله دوییمه لوبه د اندونیزیا سره مساوي پاې ته ورسوله.

ټاکل شوې، چې د اسیا د ملتونود فوټسال جام سیالۍ په ۲۰۲۴ کال کې په تایلنډ کې ترسره شي.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټه، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي، چې ددغه هیواد د فوټسال ملي ټیم په روان کال کې ښه پرمختګونه درلودل.

دغې کمیټې ویلي، چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم سږکال د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اوزبیکستان، قرغیزستان او ترکمنستان غښتلي ټیمونو ته هم ماتې ورکړې ده او په دغو سیالیو کې یې دوهم مقام ترلاسه کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG