د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ۱.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي – طالبان


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱.۸ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتو پیسو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (حمل دوییم) رسنیو ته په یو استولي ویديوي پیغام کې ویلي چې په تیر لمریز کال کې د افغانستان صادرات د ۱۴۰۱ لمریز کال پرتله شپږ فیصده کم وو او د کموالي لوی علت یې له دغه هیواد څخه پاکستان ته د ډبرو د سکرو په صادراتو کې د کموالي له امله وو.

عبدالسلام جواد ویلي چې بهرته د افغانستان په صادراتي توکو کې تر ډیره کرهڼیز توکي په ځانګړي ډول مالوچ، وچ انځر،ممیز، اینجه، پیاز، انګور، مڼې، زعفران، انار او رمي بانجان شامل وو.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې د افغانستان صادراتي توکې تر ډیره پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، چین، ایران، ترکیه، اوزبیکستان او د امریکا متحده ایالاتو ته صادر شوي دي.

ددې دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان صادرات د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د تیرکال د ورته مودې پرتله پنځه فیصده کم شوي دي.

د نړیوال بانک د شمیرنو له مخې پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۸۷ فیصده کموالی راغلی چې د افغانستان د صادراتو په برخه کې یو د پام وړ کموالي سبب شوی دی، خو دغه بانک ویلي و چې دا کموالی د خوراکي توکو او نساجۍ د مصنوعاتو په صادراتو کې د زیاتوالي له امله جبران شوی دی.

د نړیوال بانک د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راپور ښيي چې د خوراکي توکو په صادراتو کې اوه فیصده او منسوجاتو په صادراتو کې ۵۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

نړیوال بانک ویلي: " هند ته د خوراکي توکو صادرات پاکستان ته د ۱۸ فیصدو کموالي په مقایسه ۲۲ فیصده زیات شوي دي".

ددغه بانک د راپور پر اساس د جنورۍ په میاشت کې له افغانستان څخه تر ټولو زیات توکي پاکستان او هند ته صادر شوي دي چې پاکستان ته د افغانستان د ټولو صادراتو ۴۵ فیصده او هند ته ۳۴ فیصده جوړوي.

ددې دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لرل او د ۷.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت یې واردات لرل.

نړیوال بانک وايي چې د افغانستان د صادراتو پرتله وارداتو کسر خورا زیات دی چې د اکثرو هیوادونو سره په راکړه ورکړه کې د انډول نشتون ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG