د لاس رسي وړ اتصالات

د سوداګرۍ خونه: د افغان سوداګرو لویه ننګونه د بانکونو له لارې د پیسو د لیږد رالیږد ستونزه ده


عکس ارشیف: د تورخم پوله
عکس ارشیف: د تورخم پوله

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې پاکستان ته د وارداتو پرتله صادرات زیات و. خو افغان سوداګر وايي د پاکستان په ګډون بهرنیو هیوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې ترټولو لویه ستونزه د بانکونو له لارې د پیسو د لیږد رالیږد مشکل دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، په تیر لمریز کال ۱۴۰۱ کې له افغانستان څخه پاکستان ته د یو میلیارد او ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي او په همدې موده کې له پاکستان څخه افغانستان ته د یو میلیارد او ۱۶۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

ښاغلي جواد وویل: "پاکستان ته زمونږ اکثره صادراتي توکي د ډبرو سکاره، مالوچ، جلغوزي ، قالینې، ترکاري او میوې وې. د پاکستان څخه اکثره وارداتي توکي وریژې، سمینټ دارو درمل، هګۍ او نور سوداګریز توکي و".

دا پداسې حال کې ده چې دا وزارت وایي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستان څخه پاکستان ته یواځې د ۵۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي وو.

خو، د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزي د پاکستان په ګډون بهرنیو هیوادونو ته له افغانستان څخه د صادراتو په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د بانکونو له لارې د پیسو لیږد رالیږد یادوي او وایي چې ددې سربیره لا هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي لارو کې د مالونو لیږد ډیر زیات وخت اخلي.

ښاغلي الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال له افغانستان څخه پاکستان ته د صادراتو زیاته برخه د ډبرو سکاره، کرومایټ او د شوکاڼي یا تالک معدني ډبرې دي، خو زیاتوي چې: "څلور نیم لکه ټنه سابه او ترکاري او نږدې څلور سوه زره ټنه میوه مو صادره کړې ده ". هغه هم وایي چې په تیر لمریز کال کې له افغانستان څخه پاکستان ته د یو میلیارد ډالرو څخه زیات صادرت شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معلوماتو له مخې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان څخه بهر ته د لسو مهمو صادراتي توکو په سر کې د ډبرو سکاره ، مالوچ او هینجې ځای لره.

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس تیر کال بهرنیو هیوادونو ته په مجموعي ډول د ۱۶۸ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰۷۳۴ ټنه مالوچ، د ۱۴۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۸۴۶ ټنه هینجه، د ۹۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۴۸۸۴۷ ټنه ممیزصادرشوي دي.

همداشان په دغه کال کې د ۷۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۶ زره او ۱۶۹۸۱ ټنه وچ انځر، د ۶۹ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۲۲۸۷۶ ټنه انار، د ۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت ۴۷۴۰ ټنه جلغوزي، د ۴۸ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۲۴۴۸ ټنه مڼې، د ۳۸ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۱۹۱۲ ټنه بادام، د ۳۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۵۸۲ ټنه پسته او د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت اویا ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ د وزارت له خوا د لسو مهمو صادراتي توکو په خپور شوي لیست کې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تیر لمریز کال کې د ۱۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت پاکستان ته د ډبرو سکاره صادر شوي و.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ له افغانستان څخه د شپږو او لس زرو ټنو پورې د ډبرو سکاره د افغان سوداګرو له خوا پاکستان ته صادریږي.

د صنعت او د سوداګرۍ د وزارت له خوا د خپرو شوو ارقامو له مخې اوس مهال د افغانستان د صادراتو ۵۲ فیصده یې د کرهڼې محصولات ۲۸ فیصده یې د کانونو مواد او ۹ فیصده یې منسوجات جوړوي.

XS
SM
MD
LG