د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا له افغانستان څخه یوه په زړه پورې لوبه وګټله


شهزاد محمدي، لوبه ډېره چتکه پيل کړه او د افغانستان د بري هیله یې زیاته کړه.
شهزاد محمدي، لوبه ډېره چتکه پيل کړه او د افغانستان د بري هیله یې زیاته کړه.

نن د کرکټ شل اوریز جام په دویمه سیالۍ افغانستان د هند د ممبي په کرکټ میدان د جنوبي افریقا سره مخامخ شو. د لوبې پچه د جنوبي افریقه کپتان وګټله او خپله ېې توپ وهنه غوره کړه.

جنوبي افریقا د پینځو لوبغاړو په سوزیدو شل اورونو کې ۲۰۹ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا مشهور لوبغاړی ابي ډي ویلیرز په ۲۹ توپونو ۶۴ منډې وکړې .کپتان ډي کاک ۴۵ او ډوپلیسي ۴۱ منډې وکړې.

​افغانستان د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې ډیره تیزه لوبه پیل کړه او د سر لوبغاړی محمد شهزاد اتلس بالونو باندې ۴۴ منډې وکړې .

د شهزاد د سوزیدو نه پس د افغانستان د منډو رفتار ګلبدین نایب هم داسې تیزې وساتلې خو ورسره نور لوبغاړي د وقفې وقفې سره سوزیدل. په لسم اور کې ېې سل منډې کړې وې او تمه کیدله چې افغانستان به دغه هدف پوره کړي.

د جنوبي افریقا کپټن فف ډوبلسي وویل چې د شهزاد لوبې له سخت فشار سره مخامخ کړي وو.
د جنوبي افریقا کپټن فف ډوبلسي وویل چې د شهزاد لوبې له سخت فشار سره مخامخ کړي وو.

خو بیا جنوبي افریقا د بالرانو تجربه مخې ته راغله او د افغانستان وکټې ېې یو په یو اخیستل شروع کړې.

افغانستان ته هدف دومره لوړ شو چې ترسره کول ورت ګران شو.خو دومره ېې ثابته کړه چې د جنوبي افریقه غوندې تکړه ټيم خلاف یو نیم سل نه زیاتې منډې کولی شي.

اخر کې لوبه د جنوبي افریقه ټیم په ۳۷منډو وګټله. دا د کرکټ به روان نړیوال جام کې د جنوبي افریقا لومړی بری دی.

دلته هند کې کرکټ مبصرین وايي چې افغانستان د سري لنکا نه پس جنوبي افریقه غوندې قوي ټیم سره ښه مقابله وکړه. د شهزاد محمدي د توپ وهنې او محمد نبي د توپ اچونې زیاته ستاینه وشوه.

افغانستان د کرکټ د شل اوریز جام دریمه لوبه د مارچ په درویشتمه نوي دهلي کې انګلستان سره لري

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG