د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره تړلې دروازې؛ په افغان بازارونو کې د بیو ثابت حالت


کابل ښاریان مني چې د خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی
کابل ښاریان مني چې د خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی

پاکستان له شاوخوا دوه اونیو راپدې خوا د تورخم په ګډون د چمن او غلام خان دروازې د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د انتقال پر مخ تړلې دي.

افغان سوداګر وایې چې ددغو لارو بندیدو، د افغانستان په بازارونو کې د توکو پر بیو اغیز نه دی کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ویلي چې په پام کې ده راتلونکو څو ورځو کې له نورو هېوادونو څخه د سبزیو او میوو په واردولو سره د خلکو اړتیا پوره کړي.

د سوداګرۍ خونې ویاند، صیام الدین پسرلي امریکا غږ ته وویل چې دننه په افغانستان کې کورني تولیدات زیات شوي دي.

هغه دارنګه وویل چې د درملو په ګډون نور د اړتیا وړ توکي له منځنۍ آسیا او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو پر اساس دا مهال په تورخم او سپین بولدک کې د بندرونو دواړو خواوو ته نژدې ۳۰۰۰ بار وړونکي موټر ولاړ دي.

د سوداګرۍ خونې د مسؤلینو په وینا کله چې پولې خلاصې وې د پاکستان او افغانستان ترمنځ هره ورځ د دریو میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کېدله چې پنځلس سلنه یې د افغان سوداګرو ونډه وه.

د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته اسلام آباد د تورخم په ګډون د چمن او غلام خان دروازې د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د انتقال پر مخ وتړلې.

پر همدې حال حاجی نورالله چې د کابل په ښار کې دوکان لري ویلي چي "...نرخونو باندې هیڅ اغیز نه دی کړی."

کابل ښاریان هم مني چې له سبزیو او میوو پرته، د نورو خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون راغلی نه دی.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي، سهیل وویل: "توکو کې تفاوت نه دی راغلی چې وویل شي زه نشم اخېستلای او شکایت وکړي چې لاره بنده ده".

پدې وروستیو کې د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاورې توغندويي بریدونو د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې له پخوا زیاتې ترینګلې کړې دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، حضرت عمر زاخېلوال د اقتصادي همکاریو سرمشریزې کې د وینا پر مهال ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو پولو په بندولو سره عادي خلک زیانمن کړي دي.

زاخیلوال د پاکستان صدراعظم، نواز شریف ته په خطاب کې وویل: "دا به یو سم پیغام وي که تاسې د وروڼو هېوادونو، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو د پرانیستلو هدایت ورکړئ."

XS
SM
MD
LG