د لاس رسي وړ اتصالات

افغان امنیتي ځواکونو ته ٢٠٠ هیلیکوپترې او نورې الوتکې ورکول کیږي


د افغان پوځ د کومانډو یا ځانګړو ځواکونو شمېر دا مهال اولس زره سرتېرو ته رسېږي.
د افغان پوځ د کومانډو یا ځانګړو ځواکونو شمېر دا مهال اولس زره سرتېرو ته رسېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې د دغو الوتکو او جنگي تجهیزاتو برابرول د هغه څلورکلن امنیتي پلان یوه برخه ده چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې جگړې کې پیاوړي او سمبال کړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د دې پلان په هکله بحث شوی او دا د امریکا د لوړپوړو چاروکو د اجندا یوه برخه ده چې تمه کیږي په څو اونیو کې کابل ورشي.

همدارنگه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ د کابل واشنگتن ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه د خپل امریکایي سیال مکماستر سره د یو ساعت لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د ډونالډ ترمپ په مشرۍ د متحده ایالاتو د نوي حکومت نه وروسته به دا لومړی ځل وي چې یو د امریکا یو لوړ رتبه هییت افغانستان سفر کوي.

په افغانستان کې د پسرلنیو جګړو د فصل په رارسیدو، افغان حکومت په پام کې لري د ملي اردو د خاصو قطعاتو د عساکرو شمېر دوه برابره کړي. اوس پدغو قطعاتو کې اولس زره روزل شوي کماندو، په ټول افغانستان کې د اویا فیصدو لویو پوځي عملیاتو مسؤلیت پر غاړه لري.

د ځانگړو ځواکونو زیاتول

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره زیات کړي.

افغان چارواکي وايي، دا د وسله والو مخالفینو د حملو په وړاندې د هېواد د ملي ځواکونو د پیاوړي کولو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو شمېر دا مهال اولس زره سرتېرو ته رسېږي.

د ملي اردو د خاصو عملیاتو په یو روزنیز مرکز کې سرتیري ډاډه دي چې کولی شي خپلې چارې په پوره متانت سرته ورسوي.

کله چې دغه ځواکونه د جګړو میدان ته ځي نو تر روزنې لاندې سرتیري به تر زده کړو وروسته د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ځانګړو نظامي عملیاتو مسؤلیت په غاره واخلي.

د دوي مهمه دنده به دا وی چې د وسله والو ځالې له منځه یوسې او ښارونو څخه ترهګر وشړي.

د خاصو قواوو یو قوماندان فواد کمال وایي "زموږ عملیات زیات شوي دي خو موږ د تیر په څېر خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو. زموږ لپاره یې کومه ستونزه نه ده جوړه کړې. زموږ پروګرام منظم پرمخ ځي او د هر ډول عملیاتو د سرته رسولو لپاره چمتو یو."

د افغانستان د حکومت نړیوالو متحدینو د افغان ملي اردو د خاصو قطعاتو عملیات ستایلي دي. ځینې اندېښنه لري چې په اکثرو عملیاتو کې د خاصو ځواکونو شمولیت دغه ځواک تر فشار لاندې رواستی دی.

په تیرو دوو کلونو کې چې اکثره نړیوال عساکر له افغانستان څخه وتلي دي، افغان امنیتي ځواکونو هڅه کړې چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو مخه ډب کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي؛ "زمو کماندو قطعات باید نور هم قوي شي، وسلې، مهمات او نوي وسایط ترلاسه کړي. پدې اړه کار روان دی او هغه څه چې ددوي اړتیا وي، موږ یې آماده کوو."

خاص قطعات د افغانستان د درې سوه زره کسیز ملي اردوه یوه کوچنۍ برخه جوړوي خو دغه ځواک په لږترلږه اویا فیصده نظامي عملیاتو کې ونډه لري.

که څه هم چې پر خاصو قطعاتو د افغان حکومت اتکا ډیره ده، خو د هغه هېواد لپاره چې ګڼې مالي نیمګرتیاوې لري، ددغو ځواکونو تجهیز او اکمال اسان کار نه برېښي.

XS
SM
MD
LG