د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش افغانستان ته ۲۶۳ منډو هدف ورکړ- کرکټ


مشفق الرحمن د بنګله دېش لپاره ۸۳ منډې وکړې
مشفق الرحمن د بنګله دېش لپاره ۸۳ منډې وکړې

افغانستان به د ډودۍ له وقفې وروسته د بنګله دېش د ۲۶۲ منډو د هدف د پوره کولو لپاره بېټېګ پیلوي.

د دوشنبې د ورځې لوبه (جون۲۴) د ساوتمپتن په همشایر باول کې ده، افغانستان دپچې له ګټلو وروسته د باولینګ پرېکړه وکړه.

په افغان بالرانو کې تر ټولو ښه باولینګ مجیب الرحمن وکړ، هغه په لسو اورونو کې ۳۹ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

د بنګله دېش دوه مجربو لوبغاړو مشفق الرحیم او شکیب الحسن تر ټولو ښه بېټېنګ وکړ. مشفق الرحیم په ۸۳ او شکیب الحسن په ۵۱ منډو وسوځېدل.

محمد نبي په ۱۰ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. راشد خان بیا په ۱۰ اورونو کې یو کس هم ونه سوځوه او ۵۲ منډې پرې وشوې.

دولت ځدراڼ په ۹ اورونو کې ۶۴ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. ګلبدین بیا په ۱۰ اورونو کې دوه لوبغاړی وسوځول او ۵۶ منډې پرې وشوې.

XS
SM
MD
LG