د لاس رسي وړ اتصالات

 د سري لانکا د کرکټ الف لوبډلې افغان ابدالیانو ته ماتې ورکړه


د افغانستان الف او سري لانکا الف ترمنځ د پنځو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه
د افغانستان الف او سري لانکا الف ترمنځ د پنځو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د سري لانکا له الف لوبډلې سره د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ په ماتې پیل کړه.

دا لوبه نن یکشنبه اپریل ۲۸ (حمل نهمه) د سري لانکا د هامبانتوتا په لوبغالي کې وشوه. سري لانکا په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۳۰۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره خپل لومړی لوبغاړی ژر له لاسه ورکړ، خو ریاض حسن او دروېش رسولي د منډو ښه ملګرتیا وکړه.

ریاض حسن ۱۰۰ وکړې او دروېش رسولي ۷۵ منډې وکړې، خو نورو افغان توپ وهونکو د منډو دا لړۍ روانه ونه شوه ساتلاې او لوبه یې وبایلله.

افغان لوبغاړو ۲۷۷ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې بلال سمیع د سري لانکا څلور لوبغاړي وسوځول. دا د دواړو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دواړه لوبډلې به پنځه یوه ورځنۍ او یوه د ټست لوبې کوي.

د دوی ترمنځ دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG