د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په سمنګان کې د پژواک خبریال نیولی


د افغانستان د خبریالانو مرکز د پژوراک د خبري اژانس د خبریال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پژوراک د خبري اژانس د خبریال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې طالبانو د سمنګان په ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی دی.

دغه مرکز د خبریال سیف الله کریمي ‌د نیول کېدو په اړه خواشیني ښودلې او له قید او شرط پرته یې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په سمنګان کې د طالبانو د والي دفتر تېره ورځ کریمي وربللی و، او له تېرې ورځې راهېسې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه شته.

دغه مرکز د یوې سرچېنې په حواله لیکلي دي: «لس ورځې مخکې سیف الله کریمي د مالیاتو د لوړېدو په اړه د سمنګان ولایت د رستورانونو او هوټلونو د مالکانو د اعتراض په اړه د دغه ولایت د مستوفي بشیر احمد نعماني سره د مرکې غوښتنه کړې وه او بیا والي عبدالاحد فضلي ته د موضوع په اړه راپور ورکوي او بیا والي کریمي احضار کوي.»

اعلامیه وایي چې کریمي د چهارشنبې په ورځ هم د والي‌ دفتر ته احضار شوی او منشي ورته ویلي وو چې مسئله حل شوې ده، خو تېره ورځ یې بیا وربللی او توقیف کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د والي یو ساتونکي دغه خبریال وهلی دی او له هغه سره زور زیاتی هم شوی دی. دا مرکز وايي چې طالبان باید د رسنیو د قانون په اساس، چې د طالبانو حکومت هم د اجرا وړ بللی، د کار اجازه ورکړي او کریمي ‌دې ژر تر ژره خوشې کړي.

سیف الله کریمي له شاوخوا اوو میاشتو راهېسې په سمنګان کې د پژواک لپاره کار کوي. د پژواک په خبري اژانس کې یوې سرچېنې د کریمي نیول تائید کړل، خو د هغه د نیول کېدو د علت په اړه یې معلومات ورنکړل. تر دې دمه د طالبانو حکومت د کریمي‌د نیول کېدو په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي‌ چې تېرکال له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۶۸ پېښې شوې دي، چې ۶۱ یې د توقیف او نیول کېدو قضیې دي. دا مرکز وایي چې لا هم دوه خبریالان د طالبانو په زندان کې دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، په رسنیو باندې کلک محدودیتونه ولګول شول چې له کبله یې اکثریت رسنۍ یا وتړل شوې او یا فعالیت پرېښود.

تر دې مخکې د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي وو چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د تقریبآ۱۲۰۰۰ خبریالانو له ډلې څخه یې، چې په دغه هیواد کې یې کار کاړه،۸۰۰۰ خپل مسلک او دندې پرېښي دي. دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان وایي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي او درې خبریالان د طالبانو په زندان کې بندیان دي. ددغه سازمان د تیر ۲۰۲۳کال د رسنیو د ازادۍ په کلني شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG