د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: د جرمونو نړیواله محکمه ښايي افغانستان کې جرایم وڅېړي


د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې افغانستان کې د روانو شخړو له امله له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه شوې ده
د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې افغانستان کې د روانو شخړو له امله له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه شوې ده

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه یوه راپور کې لیکلي چې په پام کې ده د جرمونو نړیواله محکمه د هغو قضیو د څېړلو په موخه تحقیقات پیل کړي چې له مخې یې د طالبانو په ګډون افغان حکومت او نړیوال ځواکونه په جرایمو تورن شوي دي.

"په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت" تر سرلیک لاندې راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۲] خپور شو، د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په اوږدو کې د ۱۵۹ هېوادونو حالاتو ته کتنه کړې ده.

د افغانستان په تړاو راپور کې لیکل شوي چې دغه هېواد کې د شخړو له امله د زرګونو خلکو د مرګ ژوبلې سربیره ګڼ شمیر کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

دغه سازمان خبر ورکوي چې افغانستان کې د روانو شخړو له امله له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي چې د جرایمو نړیوالې محکمې آماده ګي ښودلې چې په افغانستان کې د شویو جرایمو څېړنه وکړي.

د راپور په یوې برخې کې لیکل شوي: "د نړیوالو جرایمو د محکمې د څارنوالۍ دفتر ویلي چې ښايې ډیر ژر په افغانستان کې تحقیقات پیل کړي چې له مخې یې پر طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو باندې لګیدلي تورونه وڅیړي."

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالو څخه هم اندېښنه ښودلې او ویلي چې وسله والې ډلې په عام محضر کې ښځې مجازات کوي.

"حکومتي او غیر حکومتي اړخونو د بشري حقونو د مدافعینو تهدیدولو ته دوام ورکړی او د هغوي د کار مخه یې نیولې او ورسره خبریالان له تاوتریخوالو او سانسور سره مخ شوي دي. دیر ځله حکومت د غیرعادلانه محکمې په پایله کې خلک اعداموي."

د بخښنې د نړیوال سازمان په حواله، په ۲۰۱۶ کال کې د اټکل له مخې یو اعشاریه څلور میلیونه افغانان په کور دننه بیځایه شوي، او زرګونه نور بهرنیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت

په نړیواله کچه، د بخښنې نړیوال سازمان د یو شمیر هېوادونو پر مشرانو نیوکه کړې چې ګواکې د خپلو هېوادونو اقتصادي او امنیتي اندېښنو ته زهرجنې حل لارې غوره کړې دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د بخښنې د نړیوال سازمان یو مامور وایې چې کوچني هېوادونه اکثره د لویو هېوادونو د سیاسي رهبرانو څخه په الهام اخېستلو خپلې تګلارې جوړوي.

په متحدو ایالتونو کې د بخښنې د نړیوال سازمان کارکوونکی، اهدوی تای آخوي، وایې: "نه یواځې خبرې خطرناکې دي، بلکه د تګلارو عملي کول او پلي کیدل ددې لامل شوي دي چې نور حکومتونه یې د بیلګې په توګه وکاروي."

د ښاغلي آخوي په وینا د ترهګرۍ له ویرې اروپا او متحدو ایالتونو کې مهاجرین له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د بشري حقونو په چارو کې مخکښ هېوادونه به له جنایاتو سترګې پټې کړې ځکه چې دغو هېوادونو کې هم دولتونو تازه محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG