د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: انس حقاني او دوه نور طالب زندانیان قطر ته رسېدلي


طالبانو ته یوې نژدې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې انس حقاني او ورسره دوه نور طالبان له بګرام زندان څخه خوشي شوي دي.

دغه سرچینې د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۹مه «لړم۲۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه درې واړه طالب بندیان پرون خوشي شوي او تېره شپه قطر ته رسېدلي دي.

پر همدې په اسلام باد کې د طالبانو د مهال پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف چې دا مهال په قطر کې دی پر ټلیفون امریکا غږ ته وویل، چې انس حقاني او دوه نور طالبان تېره شپه قطر ته رسېدلي دي.

ضعیف زیاته کړ، یاد کسان په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره یو ځای شوي دي.

رویټرز خبري آژنس هم د طالب سرچینو په حواله ویلي، چې یاد زندانیان تېره ورځ تر خوشي کېدو وروسته په قطر کې د طالبانو سیاسي فتر ته سپارل شوي دي.

دغه خبري اژانس همدارنګه ویلي، چې ټاکل شوې نن سې شنبه د طالبانو لخوا د افغان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان هم خوشي شي.

افغان حکومت او پخپله طالبانو تر د امهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ د نومبر پر ۱۲مه په مشروط ډول د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشي کولو اعلان وکړ.

ښاغلي غني وویل، چې دغه پرېکړه د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د خوشي کولو او له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو پیلولو په هدف شوې ده.

ښاغلي غني وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یې نړیوالو شریکانو ته دا سې یو میکانیزم وړاندې کړی، چې په مشروط ډول د یادو کسانو خوشي کول د "دښمن" د لیکو د پیاوړي کېدو او د بریدونو د زیاتېدو لامل نشي.

ټاکل شوې وه، چې طالبان به د خپلو بندیانو تر خوشي کولو وروسته د افغان امریکايي پوهنتون دوه استادان چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راپدېخوا له دغه ډلې سره بندیان دي هم خوشي کړي، خو تر دا مهاله د دغو استادانو د خوشي کولو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

له طالبانو سره بند کې د افغان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان
له طالبانو سره بند کې د افغان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان

په پام کې وه، چې دغه درې طالب زندانیان تېره اونۍ خوشي شوي وای، خو وروسته افغان حکومت د طالبانو لخوا د «شرایطو نه مراعتولو» له امله د یادې تبادلې د ځنډېدو خبر ورکړ.

د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وویل، چې دغه تبادله په کابل او لوګر کې د وروستیو موټر بم بریدونو له امله ځنډېدلې ده.

انس حقاني د حقاني شبکي د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی او دا مهال د «حقاني» شکبې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور دی.

د افغانستان ملي امنیت انس حقاني د "کمپوټر ځانګړی ماهر" او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو "متفکر مغز" ګڼي.

XS
SM
MD
LG