د لاس رسي وړ اتصالات

ایمل ولي: د خړ کمر د پیښې پلټنې ته دې قضايي‌ کمیسیون جوړ شي


په خیبر پښتونخوال کې‌ د عوامي نیشنل گوند صوبایي مشر ایمل ولي خان ویلي دي چې پښتنو ته په راپیښو مسلو اندیښمن دي او پښتانه د یو داسې حالت سره مخ دي چې د زغملو نه دي.

ایمل ولي خان دغه څرگندونې د پښتون تحفظ تحریک د مشر منظور پښتین سره د ملاقات په وخت کړیدي. په دغه ملاقات کې د عوامي نیشنل گوند نور مشران هم شامل و.

ایمل ولي خان او منظور پښتین د وزیرستان د پیښې د څیړلو لپاره د قضایي کمیسیون د جوړیدو غوښتنه وکړه او وې ویل چې مسول کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

ایمل ولي خان وویل چې پښتانه چې د کومو حالاتو سره مخ دي نو پکار ده چې ټول متحد ووسي. هغه دا تور هم ولگاوه چې د پښتنو په وسایلو قبضه شويده چې هغوي نیستمن وساتل شي.

په دغه موخه منظور پښتین د وزیرستان د خړ کمر د پیښې په اړه وویل چې د بی وسلو خلکو قتلول د ظلم یو نوی مثال دی. منظور پښتین د ایمل ولي د جرگې د راغوښتلو پریکړه هم وستایله او ویې ویل چې دا یو مهم اقدام دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ د خړ کمر د پیښې په اړه په خپل بیان کې ادعا کړیده چې د پښتون تحفظ تحریک مشرانو علي وزیر او محسن داوړ په یوې امنیتي پوستې د خپلو پلویانو سره وسله وال برید کړی و خو محسن داوړ دغه تورونه رد کړیدي.

د پي ټي‌ام مشران وايي‌ چې پوځ پر فعالانو برید کړی او شاوخوا ۱۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG