د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د "بدلون پاڅون حرکت" لاریون په سوله ایز ډول پای ته ورسېد


کابل کې د نن ورځې لاریون د روژې د میاشتې د لاریونو په دوام چې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس استعفی غواړی ترسره شو.
کابل کې د نن ورځې لاریون د روژې د میاشتې د لاریونو په دوام چې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس استعفی غواړی ترسره شو.

نن په کابل کې د "بدلون د پاڅون د حرکت" له لوري د لاریون ترسره کېدو وړاندې د سهار راهیسې د کابل ګارنیزیون د کابل ښار مرکزي برخو ته غځېدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې.

د "بدلون د پاڅون د حرکت" تنظیموونکي وايي، چې دوی نیت درلود چې د کابل ښار په مرکزي برخه د پښتونستان په واټ کې خپله غونډه جوړه کړي او په هغه ځای کې خپل پرېکړه لیک اعلان کړي، خو د کابل ګارنیزیون د غوښتنې له مخې دغه لاریون د صحت عامې په څلور لارې کې چې د مسعود د څلور لارې ورته هم وايی په سوله ایز ډول پای ته ورسوه.

د دې پاڅون یوه تنظیموونکي نور الله حکیمي وویل چې خپل لاریون یې له پولیسو سره په همغږۍ کې تنظیم کړی و.

ښاغلي حکیمي وویل "له پولیسو سره په همغږۍ کې یو، کوم مسیر چې پولیسو مونږ ته ټاکلی په هماغه مسیر مو لاریون وکړ".

دغه لاریون کوونکي چې شمیر یې سلګونو تنو ته رسیده، د خپلې موټرې یې د دې لاریون د روژې په میاشت کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شوو پاڅون کوونکو په عکسونو او تصویرونو باندې پوښلي وې، د کابل ښار په یو شمېر واټونو کې هم لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ولسمشر غني، اجرائيه رئيس عبدالله او د افغان حکومت د یو شمیر امنیتي چارواکو د لرې کېدو په اړه خپله تیرې غوښتنې هم تکرارولې.

دا لاریون نن ماسپښین مهال د صحت عامې څلور لارې سره نږدې د پریکړه لیک پر لوستو پای ته ورسیده.

په دغه پریکړه لیک کې له ملګروملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو ټولنو غوښتل شوي چې د ملي یوالي حکومت د مشرانو د خپلسرو کړنو مخه دې ونیسي.

په لاریون کې د کومې ناخوښې پیښې د پیښدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

له دغې لاریون مخکې تېره شپه د کابل ګارنیزیون د یوې اعلامیې په ترڅ کې لایون کوونکو ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل ښار مرکزي برخو ته له ننوتلو څخه دې ډډه وکړي.

همداشان د کابل د ګارنیزیون په اعلامیه کې ویل شوي چې لاریون کوونکی باید د ارګ او د ډيپلوماټیکو نماینده ګیو دفترونو له نېږدې کېدو ډډه وکړي.

کابل ګارنیزیون له دغو لاریون کوونکو دا هم غوښتي، چې وسلې دې په لاریون کې ځان سره نه لیږدوي.

د ګارنیزیون پدغه اعلامیه کې راغلي له تنظیموونکو او له برخه اخېستونکو تمه ده، چې منع شوو سیمو "جمهوري ریاست، د وزیر اکبر خان مینې کې ډیپلوماټیکو دفترونو، د نظامي تاسیساتو مرکزونو، روغتونونو، ښوونځیو، وړکتونونو او سوداګریزو سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي".

د "بدلون د پاڅون د حرکت" د کابل ښار د مۍ د ۳۱ له خونړۍ چاودنې وروسته لاریونونه پیل کړل، چې بیا د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د راپورونو له مخکې ۵ تنه ووژل شول، چې ورسره سم لاریون کوونکو په اعتصاب لاس پورې کړ او د ښار په مختلفو برخو کې یې خیمې ووهلې.

د اعتراض کوونکو خیمې بیا د پولیسو له خوا له نږدې دوه اونیو اعتراض وروسته پورته شوې.

د روژې په میاشت کې ښار به بیلابیلو برخو کې د دغو خیمو د دریدلو له امله د کابل ښاریان له ډیرو ستونزو سره مخ شوي وو.

نن هم د دغه لاریون له امله د ښار د مرکزي برخو د لارو د تړلو دکابل ښاریان له ډیرو ستونزو سره مخ کړي وو او هم د ښار په مرکزي برخه کې یو شمیر ښوونځي هم تړلي وو.

XS
SM
MD
LG