د لاس رسي وړ اتصالات

آیا طالبانو په ټولنیزو شبکو کې خپل نفوذ له لاسه ورکړی؟


د طالبانو د حکومت تر ټولو لوړپوړی ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې څه باندې ۶۳۰۰۰۰ تعقیب کوونکي لري خو یوازينی ویب سایټ چې د هغه د ټویټر د پاڼې سره تړل شوی اصلاً په انټرنیټ کې اوس نشته او له منځه وړل شوی.

پخپله مجاهد او ټیم یې کله چې دا ډله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره جنګیده، په آنلاین مطبوعاتو کې د پروپاګند ماهران بلل کیدل خو دا چې اوس طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په ټولنیزو شبکو یې فعالیت د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دی. له یوې خوا د هغوي د مخالفینو کمپاینونه او له بلې خوا د ځینو شبکو کې د هغوي د حسابونو لیرې کیدل یا تړل کیدل هغه څه دي چې د دې ډلې فعالیت یې کم رنګه کړی.

په ټولنیزیو شبکو کې د طالبانو فعالیتونو ته تازه ضربه تیره اوونۍ هغه وخت ورسیده چې میتا په فیس بوک او انسټګرام کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او باختر خبري اژانس حسابونه وتړل.

دا حسابونه د افغانستان مخکني حکومت جوړ کړي و چې وروسته بیا طالبانو ته په لاس ورغلل.

د میتا شرکت یو ویاند په فیس بوک او انسټګرام کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د حسابونو د تړل کیدو په هکله امریکا غږ ته وویل، "د متحده ایالاتو د قانون له مخې په طالبانو د یو ترهګر سازمان په توګه بندیزونه لګیدلي او زمونږ د خطرناکو سازمانونو د پالیسو پر اساس هغوي بند دي".

دې ویاند زیاته کړه چې د همدې پالیسۍ له مخې هغه حسابونه له منځه وړي چې طالبان یې پر مخ وړي او یا د دې ډلې ملاتړ او استازیتوب کوي.

د ګوګل شرکت هم د میتا په شان پالیسي لري. پداسې حال کې چې امریکا غږ د همدې لیکنې لپاره د ګوګل شرکت نظر اخیست، په یوټیوب کې د طالبانو د راډیو یو چینل د ګوګل شرکت ته د ماخذ په توګه واستول شو او د ۲۴ ساعتونو څخه په کم وخت کې له منځه ولاړ.

د ګوګل شرکت پدې هکله امریکا غږ ته وویل، " ګوګل د امریکا د بندیزونو په قوانینو عمل کوي او د خپلو خدماتو د پالیسو سره سم دا ډول پالیسۍ عملي کوي. له همدې کبله که مونږ داسې کوم حساب پیدا کړو چې د طالبانو پورې اړه لري، مونږ یې له منځه وړو".

ټویټر:

پداسې حال کې چې د طالبانو سرپرست رئیس الوزرا ته د ارګ ماڼۍ په لاس ورغلې خو د ارګ رسمي ویب پاڼه چې د طالبانو تر راتګ وړاندې پکې تقریباً د حکومت ټول فعالیتونه خپریدل، له کاره لویدلې او په ټویټر او فیس بوک کې هم د ارګ حسابونه چې میلونونو کسانو خوښه کړې، د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې ۱۵ مې نیټې راپدیخوا غیر فعال دي.

په ټویټر کې د طالبانو هیڅ تثبیت شوی حساب نشته خو پدې شبکې کې د ذبیح الله مجاهد په ګډون ګڼ شمیر نا تثبیت شوي حسابونه شته چې د طالبانو اعلامیې او پالیسۍ خپروي. ټویټر ددې حسابونو په هکله تبصره نده کړې.

د میتا شرکت لخوا په فیسبوک او انسټګرام کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د حسابونو تر تړل کیدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د "طالبان بند کړئ" کمپاین پیل شوی چې په ځواب کې بیا طالب پلویانو د "طالبانو ملاتړ وکړئ" کمپاین پیل کړ.

د یوې یاغي ډلې په توګه طالبانو په افغانستان کې په امریکایي ځواکونو او متحدینو یې د بریدونو غوښتنه کوله خو دا چې اوس یې په افغانستان کې حکومت په لاس ورغلی، پوښتنه دا ده چې آیا د دې ډلې سره اوس هم د یوې یاغي ډلې په شان چلند وشي او که نه؟

د امریکا د نیویارک ایالت د کولمبیا په پوهنتون کې د جګړې او سولې د مطالعاتو د سالټمنز په انسټیټیوټ کې کارپوه تامار میټیس امریکا غږ ته وویل چې واک ته تر رسیدو وروسته د طالبانو اعلامیې او بیانونه تر ډیره حده حکومتدارۍ او د خدماتو وړاندې کولو ته ځانګړې شوي.

هغه وویل، "طالبان ځکه بېسارې ډله ده چې د نورو ډلو برعکس دوي د دولت په توګه هم فعالیت لري او پدې سره دا پوښتنې پیدا کیږي چې آیا شرکتونه باید پخپلو پاڼو کې د حکومت اړوند موادو خپریدو ته اجازه ورکړي که نه په ځانګړې توګه د یوې داسې ډلې چې د خطرناکو ترهګرو سازمانونو په توګه ثبت شوې وي".

طالبانو د میتا شرکت کړنه ننګولې او دا یې د بیان آزادۍ په هکله د "لویدیځو د دوه مخیتوب" نښه بللې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په ۲۰مې په ټویټر کې ولیکل چي د بیان آزادي د نورو هیوادونو د تیر ایستلو لپاره کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG