د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو نوی وزیر ولې 'لانجمن' بلل کیږي؟


عمران خان په کابینې کې لوی بدلونونه کړیدي
عمران خان په کابینې کې لوی بدلونونه کړیدي

د پاکستان صدراعظم په خپلې کابینې کې د ځینو لویو تغیراتو په وخت د کورنیو چارو وزارت هغه چا ته سپارلی دی چې په هغه د بشري حقونو نه د سرغړونو تورونه لگیدلې دي.

د پاکستان پخوانی لوړپوړی پوځي چارواکی اعجاز شاه چې د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف نژدی ملگری گڼل کیږي او اوس د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی پر هغه بینظیر بهټو پرې شک لرلو چې د هغې د قتل پلان یې جوړ کړی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د اعجاز شاه په اړه په یوې مقالې کې لیکلي دي چې "اعجاز شاه ته د دغه وزارت ورکول به د مخالفه سیاسي گوندونو سخت غبرگون راوپاروي. بینظیر بهټو د خپل قتل نه مخکې لیکلې و چې که هغه قتل شوه نو د اعجاز شاه نه دې تحقیقات وشي."

پاکستاني رسنۍ دا هم لیکلې چې پرویز مشرف د خپلې ولسمشرۍ په دورې کې اعجاز شاه په اسټرالیا کې د پاکستان سفیر وټاکه خو د اسټرالیا حکومت موافقه ونکړه او د پاکستان حکومت مجبور شو چې د هغه پر ځاې بل کس وگماري.

پاکستانی بلاگر او د بشري حقونو فعال وقاص گورایا په آی ایس آی تور لگوي چې هغه یې تښتولی او ځورولی و. ښاغلی گورایا اوس په هالینډ کې ژوند کوي او په ټولنیزو رسنیو کې یې اعجاز شاه ته د کورنیو چارو د وزارت د سپارلو پر ضد کمپاین پیل کړی دی. هغه پر خپل ټویټر لیکلي دي:

"دا د هر تبع فرض دی چې د دی قاتل او ځپونکي کس ضد خپل احتجاج ثبت کړي. تاسو چې چیرته هم اوسئ، خپل استاځي ته د دغه کس خلاف ولیکئ."

د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د اعجاز شاه په ټاکلو اعتراض کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي دي:

"دا ډیره د خپگان خبره ده یو داسې کس ته چې ډیره لانجمنه سابقه لري او سوله ایز مظاهرچیانو باندې د تشدد گواښ کوي، د کورنیو چارو وزرات ورکړل شو."

د اعجاز شاه په اړه د پاکستان پیپلز گوند یوې غړي نفیسه شاه هم اعتراضونه کړي دي او د حکومت نه یې غوښتي چې د هغه نه وزارت بیرته واخلي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG