د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان نیوکو ته د پي ټي ایم د مشرانو ځواب


محسن داوړ وایي پي ټي ایم د ځوریدلې ولس غږ دی
محسن داوړ وایي پي ټي ایم د ځوریدلې ولس غږ دی

د پاکستان صدراعظم د پښتون تحفظ تحریک په اړه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د دغه تحریک غوښتنې سمې دي خو د هغوي لهجه سمه نه ده.

عمران خان دغه خبرې په اورکزۍ سیمې کې یوې غونډې ته په وینا کې کړیدي. هغه وویل چې د پښتون تح‏ریک غوښتنې هغه څه دي چې په خپله خان یې د لسو کلونو نه غواړي خو د هغوي لهجه سمه نه ده.

عمران خان د پي ټي ایم د مشرانو نه وغوښتل چې قبایل دې د پوځ ضد نه لمسوي "باید پوځ نه خو هغه حاکم گرم وبلل شي چې چا پوځ ته په قبایلو کې د عملیاتو امر کړی و."

عمران خان په دغه موخه د قبایلو سره دا ژمنه هم وکړه چې د وران شوو کورونو او کاروبارونو غم به یې وخوري. هغه د پښتونخوا د وزیراعلی نه وغوښتل چې د هغو کسانو نومونه ثبت کړي چې د پوځ په عملیاتو کې یې کورونه وران، ویجاړ شویدي او وویل چې د هغوي کورونه دې جوړ کړي.

د عمران خان نیوکو ته غبرگونونه

د عمران خان د نیوکو نه وروسته د پي ټي ایم د مشرانو په شمول د ټولنیزو رسنیو فعالانو د هغه وینا ته غبرگونونه وښودل.

د تح‏ریک یو مشر داکټر سید عالم محسود امریکا غږ ته وویل چې عمران خان دې د حکومت ضد خپلې ویناگانې را په یادې کړي.

د تحریک یوې بلې مشرې وړانگې لوڼۍ په خپل فیس بک او ټویټر ولیکل چې خان دې زمونږ غوښتنې ومني نو مونږ به د خپلو شعارونو لپاره بخښنه وغواړو.

وړانگې لوڼۍ لیکلي "نن عمران خان د پښتنو سره ترسره شوی ظلم ومانه خو د هغه اعتراض دا دی چې زمونږ لهجه سمه نه ده. تاسو زمونږ غوښتنې ومنئ، مونږ به د خپلو خبرو لپاره بخښنه وغواړو."

د تح‏ریک یو مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ هم د عمران خان اعتراض ته ځواب ورکړی او په خپل ټویټر یې لیکلي چې پي ټي ایم د ولس غږ دی او شعارونه یې د ظلم ځواب دی. هغه وایي:

"پي ټي ایم د هغه کسانو غږ دی چې د خپل بدن او کورنۍ غړي یې د حکومت د پالیسۍ له کبله بایللي دي. زمونږ شعارونه به درته هغه وخت سم ښکاره شي چې د هغه چا پر ځای ځان فکر وکړی چې د بدن غړي او یا د کور غړی یې بایللې وي."

عمران خان د پاکستان په حکومت پخوا هم په قبایلو کې د عملیاتو کولو له کبله نیوکې کړیدي او وایي چې پاکستاني مشرانو د امریکا جنگ خپل ملک ته راوړی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG