د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: بایډن د محصلانو د بیان د ازادۍ حمایت کوي


د کولمبیا پوهنتون
د کولمبیا پوهنتون

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې ولسمشر جوبایډن د امریکا په پوهنتونونو کې د محصلانو د بیان د ازادۍ ننګه کوي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې په غزې کې د اسرائيل د جګړې په ضد مظاهرې شوي دي.

د نیویارک د کولمبيا په پوهنتون کې روانو مظاهرو ته د ډېرو خلکو پام ور اوښتی دی او ورسره په ځینو نورو پوهنتونونو کې هم مظاهرې پیل شوي‌ دي.

مظاهره کوونکو په غزې کې د فلسطینیانو سره پیوستون اعلان کړی. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې څه باندې ۳۴زره کسان وژل شوي دي.

خو د اسرائیل پلویانو په پوهنتونونو کې د مصونیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او د یهودیانو ضد پېښو ته یې اشاره کړې ده. دوی وايي چې په پوهنتونونو کې ترهه او نفتر پاروونکي نظریات هڅول کېږي.

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کرن ژان پییر خبریالانو ته وویل: «ولسمشر باور لري چې په پوهنتونونو کې د بیان ازادي، مناظره او عدم تبعیض ارزښت لري.»

نوموړې وویل چې خلک باید وکولای شي خپل نظرونه څرګند کړي،‌ خو په خبره یې که نفرت پاروونکي نظریات او خبرې کېږي، باید یې په ضد یې غږ پورته شي.

ولسمشر جوبایډن د شنبې په ورځ ویلي وو چې ښکاره یهودیت غندنه په پوهنتونونو کې ځای نه لري.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشر مایک جانس وویل چې که دا تهدیدات او ترهه محدودېنه شي، د ملي ګارد د استولو لپاره به وخت مناسب وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG