د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په ټوله نړۍ کې د ازادو رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ ملاتړ کوو


د مې درېیمې یا په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ
د مې درېیمې یا په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ

د امريکا ولسمشر جوبايډن، د مې د درېیمې یا په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د رسنيو ازادي د ولسواکۍ اساسي او ضروري بنسټونه دی او هغه ښځې او نارينه چې د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ کوي، په دې برخه کې مهمه ونډه تر سره کوي.

پدغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ، مې درېیمه (‌غوايي ۱۴مه) خپره شوې، ولسمشر بایډن ویلي چې خبریالان په ټوله نړۍ کې مهم کارونه کوي.

د ولسمشر بايډن په وینا، خبریالان نه یواځې اداري فساد افشا کوي، بلکې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې جګړې مستند کوي، د نړۍ نورې پیښې منعکس کوي، خلک له ګواښونو خبروي او په پای کې خلکو ته معلومات ورکوي چې په خپلو ټولنو کې پوره ونډه واخلي او په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

د بایډن په خبره، یو شمېر خبریالانو د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی، ځینې یې سخت ټپیان شوي او یا یې ازادي له لاسه ورکړې ده.

ولسمشر بایډن زیاته کړه: "ژورنالیزم باید د نړۍ په هیڅ ګوټ کې جرم ونه ګڼل شي. موږ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو زړورتیا او قربانۍ ته درناوی کوو ، کوم چې د حقیقت موندنې په لاره کې خپل ژوند په خطر کې اچوي."

د بايډن په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د رسنیو کاري وضعیت ستونزمن دی. هغه وویل چې ۲۰۲۳ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و، په ځانګړې توګه په غزه کې د جګړې له امله. هغه زیاته کړه چې د غزې په جګړه کې لسګونه خبریالان وژل شوي چې اکثر یې فلسطینیان دي.

ددغه اعلامیې له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې تر ۳۰۰ ډېر خبریالان زنداني شوي، کوم چې په وروستیو لسیزو کې په بند کې د خبریالانو تر ټولو لوړه شمېره په ګوته کوي.

د ولسمشر بایډن په وینا، دوه امریکایی خبریالان؛ ایوان ګیرشکویچ او السو کورماشوا په روسیه کې د وال سټریټ ژورنال او د آزادې اروپا راډیو آزادۍ راډیو سره د کار کولو له امله زنداني شوي دي. یو بل امریکايي خبریال اسټن ټایس هم له شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې په سوریه کې په اسارت کې شپې او ورځې سبا کوي.

په دې اعلاميه کې د امريکا ولسمشر له زندانونو څخه د ټولو هغو خبريالانو د سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د بایډن په وينا يوازې د خپلو دندو د ترسره کولو له امله بنديان شوي دي.

ولسمشر بایډن ویلي، چې اداره یې په ټوله نړۍ کې نه یواځې د ازادو او خپلواکو رسنیو ملاتړ کوي، بلکې یو لړ داسې تدابیر یې هم ترلاس لاندې نیولي چې د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو پر ضد مبارزه وکړي، د ازادو رسنیو امنیت تقویه کړي او همدارنګه په ټوله نړۍ کې د تحقیقاتي ژورنالیزم لپاره د قانوني خوندیتوب زمینه هواره کړي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي دي چې هیواد به یې په راتلونکو اونیو کې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د غیر قانوني توقیف په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو په وړاندې اقدام وکړي.

په اعلامیه کې ولسمشر بایډن ټینګار کړی چې: "ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي د ولسواکۍ اړینه برخه ده، ځکه چې د پیاوړو او بریالیو ټولنو د جوړولو لپاره، په باخبره توګه مخالفت یو حیاتي امر ګڼل کیږي."

هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات نه یوازې د رسنیو د کارکونکو زړورتیا درک کوي، بلکې د دوی د دندو په ترسره کولو کې د هغوی د حقونو ملاتړ کوي او د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ لپاره د هغوی تر څنګ ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG