د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت: د افغان خبریالانو نیول 'مایوس کوونکي' دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ډپلوماتیک ماموریت د می د میاشتې د دریمې نیټې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې موجودې ستونزې په ګوته کړي دي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ډپلوماتیک ماموریت ویاند ماریو کریفو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "موږ [په افغانستان کې] د خبریالانو د ځورونې او توقیف د مایوسوونکي زیاتوالي شاهدان یو... اطلاعاتو ته لاسرسی بند شوی دی... په افغان رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او د ښځو استازیتوب کم شوی دی.»

د روادارۍ سازمان هم په یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو محدودولو، ځپلو او سانسور ته دوام ورکوي، چې په دې سره رسنیو خپله خپلواکي او د عمل ازادي له لاسه ورکړې ده. دغه بنسټ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم ویلي، چې د طالبانو په رژیم کې رسنۍ له بېلابېلو ګواښونو او ننګونو سره مخ دي او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په یو ستونزمن چاپېریال کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

یوناما وايي: "د [طالبانو] د واکمنې ادارې د چارواکو لخوا د یو لړ محدودیتونو او د خپل سري توقیف د خطر سربیره، رسنۍ د خپلو کارونو په ترسره کولو کې د پام وړ مالي ننګونو سره مخ دي."

ماریو کریفو وويل، له موجودو ننګونو سره سره په افغانستان کې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي هڅه کوي چې د حقايقو خپرولو، ژورناليستيک اخلاقو، دقت، خپلواکۍ او بې پرېتوب سره خپله ژمنه ژوندۍ وساتي.

د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت ویلي، چې واشنګټن په افغانستان او نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG