د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ماین چاودنې درې ماشومان وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوال وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

ولسوال محمد اکبر ځدراڼ نن جمعه جولاۍ نهمه (چنګاښ ۱۸) امريکا غږ ته وويل چې د ماين دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د زردارو په کلي کې د لوبو پرمهال پر ماشومانو شوې ده.

اکبر ځدراڼ زياته کړه دغه ماين چې مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و، د چاودنې په نتیجه کې یې يو ماشوم ټپي شوی هم دی.

ښاغلي ځدراڼ وويل، د پېښې د قرباني شويو ماشومانو له جملې څخه چې عمرونه يې د اتو او دولسو کلونو ترمنځ دي، دوه تنه يې د يوې کورنۍ دي.

په ورته وخت کې په دې ولايت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عامه اړيکو دفتر د يوه بيان په خپرولو سره ويلي، چې دغه ماين وسله والو طالبانو ښخ کړی و.

خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

صبري او يعقوبي ولسوالي په دې وروستيو څو اونيو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو شاهده ده چې په نتيجه کې يې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG