د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن سعودي عربستان کې د غزې او نړیوال اقتصاد په اړه غونډه کې ګډون کوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

په سعودي عربستان کې د نړیوال اقتصاد په اړه د جوړېدونکې غونډې تنظیموونکو ویلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

دا غونډه د نړیوال اقتصادي فورم په نوښت د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (غوايي نهمه) د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې پیل کیږي او په غزه کې روانه جګړه یې د خبرو د سر ټکی ښودل شوی دی.

د نړیوال اقتصادي فورم رئیس بورګ برینډ د شنبې په ورځ په ریاض کې خبریالانو ته وویل چې بلینکن به "په مستقیم ډول له چین څخه دغې غونډې ته راشي او وروسته اسرائیل ته سفر کوي."

په دغې دوه ورځنۍ غونډې کې د فلسطین د ولسمشر محمود عباس ترڅنګ د منځني ختیځ او اروپا د یو شمېر هېوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د نړیوال اقتصادي فورم د خبرپاڼې پراساس، د غونډې په ګډونوالو کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران او د قطر، اردن، مصر او عراق صدراعظمان شامل دي.

برینډ له زیاتو معلوماتو ورکولو پرته وویل: " په غزه کې د یرغمل کسانو د خوشې کولو او روان په ټپه ولاړ حالت څخه د وتلو دپاره په خبرو کې یوڅه پرمختګ رامنځته شوی دی."

نوموړي زیاته کړه چې په غونډه کې به په غزه کې د روان بشري ناورین او د جګړې پر سیمه ایزو ابعادو، په ځانګړې توګه د ایران په اړه خبرې وشي.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه چې، د اسرائیلي شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول، چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

اسرائیل اټکل کوي چې ۱۲۹ یرغمل کسان تراوسه په غزه کې له حماس سره په بند کې پاتې دي، چې د اسرائیل د پوځ د معلوماتو له مخې، ۳۴ تنه یې وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه لږ تر لږه ۳۴۳۵۶ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

حماس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د اسرائیل پر تازه وړاندیز باندې غور کوي. له دې یوه ورځ وړاندې یو مصری پلاوی د سولې د ځنډېدلو خبرو اترو د بیا پیلولو په نیت اسرائیل ته رسیدلی و.

سعودي عربستان هیڅکله اسرائیل په رسمیت نه دی پیژندلی خو د اکتوبر د اوومې نیټې له برید مخکې یې په دې اړه غور کاوه او د یوې داسې معاملې په اړه خبرې روانې دي چې له مخې به یې ریاض او واشنګټن خپل امنیتي ملګرتیا پیاوړې کړي.

د سعودي عربستان چارواکي وېره لري چې په غزه کې جګړه او سیمې ته ددغې جګړې د خپرېدو وېره د ریاض د "۲۰۳۰ کال پلان " له خطر سره مخامخ کوي. سعودي عربستان دا پلان په دغه هېواد کې د تیلو د زېرمو د وچېدو وروسته د بدیلو مالي منابعو د موندلو لپاره په لاره اچولی دی

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG