د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د اسرائيل او حماس ترمنځ خبرو کې په خپل منځګړتوب بیا کتنه کوي


قطر، مصر او متحده ایالتونه د اسرائيل او حماس ترمنځ د سولې او اوربند هلې ځلې کوي
قطر، مصر او متحده ایالتونه د اسرائيل او حماس ترمنځ د سولې او اوربند هلې ځلې کوي

د قطر صدراعظم محمد ال ثاني د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (۲۹) د ترکیې له صدراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اسرائيل او حماس ترمنځ په خبرو کې په خپل رول بیا کتنه کوي او ارزوي یي.

نوموړي وویل چې د دوی له منځګړتوب څخه ناوړه استفاده شوې ده، خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

ال ثاني وویل: «د اوس لپاره د منځګړي په توګه خپل رول بیا ارزو او دا چې دخېلې غاړې له دغه منځګړتوب سره څنګه تعامل کوي.»

نوموړي وویل سره له دې چې د حماس مشران په قطر کې جلا وطن دي، خو د قطر لپاره په دغه منځګړتوب کې «محدودیتونه» موجود وو.

محمد الثاني تر دې مخکې ویلي وو چې په غزه کې د نوي اوربند لپاره خبرې «حساسې» مرحلې ته رسېدلي او یوې معاملې ته د رسېدو لپاره د محدودیتونو د ختمولو هڅې کېږي.

قطر، مصر او متحده ایالتونه په دغو خبرو کې دخېل دي چې په غزې کې جګړه بنده شي، له حماس سره یرغمل شوي او په اسرائيل کې بندي فلسطینیان پرېښودل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره ورځ په تیلیفون کې د قطر له صدراعظم سره په دې اړه خبرې وکړې. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو خواو «د ګډ کار کولو په اهمیت ټېنکار وکړ چې په غزې کې اوربند وشي او د یرغمل شويو پرېښودلو» تضمین شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ډیویډ کمرون په نړیوالو غږ وکړ چې د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو تمرکز وکړي او په حماس یې غږ وکړ چې یرغمل شوي پرېږدي او د اوربند وړاندیز ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د جګړې له کبله په سیمه کې د شخړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې او ایران څو ورځې مخکې په اسرائیل باندې د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. ایران وایي بریدونه یې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ باندې د برید په غچ کې کړی دی. په دې برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې دوه یې د ایران د سپاه پاسداران جنرالان وو.

اسرائيل وايي د غچ په اخیستو فکر کوي، خو ځینو هېوادونو ترې غوښتي دا کار ونه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG