د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرکال مو څلورو ګاونډیو ته د برېښنا ۲۲۷.۵ میلیونه ډالر ورکړي


افغانستان د یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهیسې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د خپلو څلور ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.
افغانستان د یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهیسې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د خپلو څلور ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د بریښنا شرکت مسوولین وايي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې یې څلورو ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران ته د مصرف شوې وارداتي برېښنا د مصرف لپاره ۲۲۷.۵ میلیونه امریکايي ډالر ورکړي دي.

ددغه شرکت عملیاتي چارو رئیس عبدالرحمن رحماني د سه شنبې په ورځ، مۍ اوومه (غويي ۱۸) کابل کې د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل چې د برېښنا د تولید داخلي شرکتونو ته یې هم ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالره د برېښنا د مصرف پیسې ورکړي دي.

هغه وویل:" اوزبیکستان ته ۸۶.۹ میلیونه، تاجیکستان ته ۶۶.۱ میلیونه، ترکمنستان ته ۳۶.۸ میلیونه او ایران ته ۳۷.۷ میلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي."

افغانستان د یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهیسې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د خپلو څلور ګاونډیو هیوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان اوس مهال د خپلې شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټو د اړتیا وړ برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

افغانستان اوس مهال یوازې تر ۴۵۰ میګاواټو پورې بریښنا د داخلي سرچینو څخه ترلاسه کوي.

د برېښنا شرکت تیرکال ویلي و چې د خپلو څلور ګاونډیو هیوادونو د پخواني جمهوري حکومت څخه پاتې د پور په ګډون یې د ۶۲۷ میلیونو ډالرو د پور د ادا کولو ترڅنګ د بریښنا د مصرف لپاره دغو هیوادونو ته له وړاندې پیسې هم ورکړي دي.

د برېښنا شرکت چارواکو د ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي د غځولو د پروژې په اړه چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته یې نړیوالو تمویلوونکو ادارو د تمویل څخه لاس اخیستی هم معلومات ورکړل.

دغو چارواکو وویل چې د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو او دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامه د افغانستان برېښنا شرکت او د 'افغان انوېست' شرکت ترمنځ لاسلیک شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره پېرودونکو ته برېښنا ورسېږي.

ټاکل شوې چې ددغه مزي د غځیدلو کار چې یوه برخه یې د پخواني جمهوري رژيم پر مهال بشپړ شوی و تر راتلوونکو دوو کلنو بشپړ شي.

عبدالرحمان رحماني د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ لېږدونکي برېښنا مزي پروژې د پاتې چارو پیلول، د ارغندي- غزني ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د سرکټ رغول، د نورالجهاد سب سټیشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارو پیلول، د پنجشیر ولایت د پارندې برېښنا بند د رغولو چارو پیلول، د میدان وردګو ولایت د چک او کونړ ولایت د ماڼوګي برېښنا بندونو د پاتې چارو پیلول، د سروبي برېښنا بند د جنراتور ترمیم او د اسعد آباد برېښنا فابریکې د رغونې چارو بشپړېدل، په تېر کال کې د برېښنا شرکت په فعالیتونو کې یاد کړل.

همدارنګه هغه وویل چې له عسقلان څخه تر کندز هوایي ډګر پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا او د کابل له ارغندې څخه تر لوګر، پکتیا او خوست سب سټېشن پورې د نوري فایبر مزي هم رغول شوي دي.

د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس د معلوماتو پر بنسټ، د تېر کال پر مهال د میوند ولسوالۍ د برېښنا شبکې او د غزني ولایت د ۱۴ پایې ټرانسفرمرونو چارې بشپړې شوي، چې له امله یې په ټولیز ډول ۸ زره پېرودونکو ته برېښنا رسېدلې ده.

د برېښنا شرکت د مسئولینوپه وینا، د برېښنا بېلونو سیستم کې ۴۸۰۰ مېټرونه ثبت شوي، ۴۱۵۶۱ انالوګ مېټرونه ډیجیټل ته تبدیل شوي، چې د ضایعاتو راټېټولو، شبکې اصلاح او د عوایدو کچې لوړوالو برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG