د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا صدراعظم افغان کډوال د خپلې انتخاباتي حوزې په پوځي اډه کې میشت کوي


د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک ويلي، هیله من دی چې افغان کډوال د شمالي يارکشاير په یوه پوځي اډه کې میشت کړي چې د ده د انتخاباتي حوزې اړوند سیمه کې موقعیت لري.

د لندن یوې ورځپانې "دې سټنډرډ" د ډسمبر پر ۲۳ (مرغومې دوهمه) راپور ورکړی چې ریشي سوناک د تېرې جمعې په ورځ تائید کړه چې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په ریچمنډ کې د "کاټریک" په نامه د پوځي اډې کارول په لویه کچه د کډوالو د میشتولو لپاره مناسبه نه ګڼي.

ښاغلي سوناک خبریالانو ته وویل: "د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ګڼ مختلف ځایونه کتلي دي او دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د کاټریک پوځي اډه د کډوالو د میشتولو لوی مرکز نشي کېدلای، خو نیت لرو چې هغه د افغان کډوالو د میشتولو لپاره وکاروو، له دوی سره مو یو څو کاله مخکې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته ژمنه کړې وه."

هغه زیاته کړه چې بریتانیا ته د راتلونکو کډوالو د کشتیو مخنیوی یې هم په لومړیتوبونو کې دی.

ریشي سوناک وویل، په پوځي اډو کې کډوال ځکه میشت کوي چې پر هوټلونو، نورو سیمو او ځايي ټولنو باندې د فشار کمولو لپاره دا غوره لار ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې واېستل شول چې زرګونه یې بریتانیا ته لېږدول شوي دي. په دوی کې اکثریت هغه افغانان دي، چې د بریتانیا له ځواکونو او نورو ادارو سره یې د ترجمانانو په توګه کار کاوه.

دغه کډوالو ته په برېتانیا کې د اوسیدو حق د "اې اراې پي" (د افغانانو بیامیشتولو او همکارۍ تګلارې) له مخې ورکړل شوی دی.

دا پداسې حال کې دي چې لاهم لوی شمېر افغانان په پاکستان کې په انتظار دي چې د بریتانیا ویزې ترلاسه او د دغه پروګرام له لارې په هغه هېواد کې خپل نوی ژوند پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG