د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:خلک سوله غواړي خو د تېرو لاس ته راوړنو په بیه نه


اجرائیه ریس عبدالله عبدالله (ارشیف)
اجرائیه ریس عبدالله عبدالله (ارشیف)

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي د افغانستان خلک سوله غواړي خو د سولې لپاره د تیرو دیارلس کلونو لاس ته راوړنې او د اساسي قانون ارزښتونه له لاسه ورکول نه غواړي.

ښاغلی عبدالله وایي هغوی چې دا ګڼي چې په زور په افغانستان کې په خلکو خپلې هیلې تحمیل کړي دا یوازې خوب او خیال دی.

ښاغلی عبدالله د جمعې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله. دا غونډه د ولسي جرګې د شپږو هغو استازو په یاد جوړه شوي وه چې اوه کاله وړاندې په یو ځانمرګي برید کې د ښوونځو د لسګونو زده کونکو سره یو ځای وژل شوي وو.

اجرائیه رئیس وویل چې د ملي یووالي د حکومت په جوړیدلو په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت پیدا شوی دی چې په کار دي ټول ورځیني ګټه پورته کړي.

ښاغلي عبدالله وویل" که چیري په دې هیواد کې ځیني کسان داسې فکر وکړي چې د جګړي په دوام به د افغانستان د خلکو په اراده کابو ومومي ددې وخت نور تیر شوي دی ، هغوی دې دا خوب له سره وباسي دا چې د ملي یووالي حکومت فرصت رامنځ ته کوي او په صادقانه توګه ژمنه کوي د سولې د راوستلو لپاره دا یو فرصت وګڼي او زمونږ د هیواد ملي منافعو ، ددې هیواد د امنیت او مادي او معنوي منافعو په وړاندې د خیانت نه لاس واخلي".

هغه په خپلو خبرو کې په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د یو کمیسیون د جوړیدلو او نوې کابینې د جوړیدلو د اړتیا په هکله هم خبرې وکړي وویل چې د اساسي قانون د تعدیل لپاره د کمیسیون د جوړیدلو په مسله یې جمهورریس سره سلا مشورې هم کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل"داد افغانستان د دخلکو سره زمونږ وعده وه او وعده مو ده ، انشالله چې د افغانستان ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د کمیسیون جوړیدل د افغانستان د خلکو اندیښنو ته چې د راتلونکو ټاکنو په هکله یې لري دې ته به حل وموندل شي. په عین حال کې د اساسي قانون د تعدیل د یو کمیسیون جوړیدلو ته اړتیا لري چې هیله لرم ددغه کمیسیون جوړیدلو ته وخت وټاکل شي ما په دی برخه کې د جمهورریس سره سلا مشورې کړي دي. همدارنګه د ملي یووالي د حکومت کابینه جوړه شي" .

اجرائیه رئیس په خپلو څرګندونو کې د ولسي جرګې د وژل شوو غړو د یاد ددې غونډې تنظیوونکو ته چې ولسي جرګې د پخواني غړي سید مصطفی کاظمي د کورنۍ له خوا جوړه شوې وه ډاډ ورکړه چې د ملي یووالي حکومت به د ټولو هغو پیښو دوسیې بیا وارزوي چې په تیرو دیارلس کلونو کې د مخالفو وسلوالو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي عبدالله وویل چې د دوسیو راڅپړل د چانه د غچ اخیستل نه دي بلکه دا د هغو کسانو حق دی چې په دغسې پیښو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوه کاله وړاندې د ولسي چرګې د اقتصادي کمیسیون د پخواني ریس سید مصطفی کاظمي په مشرۍ یو هیت بغلان ولایت ته د سفر په وخت د یو ځانمرګي برید د پیښې سره مخ شو چې په ترڅ کې یې د کاظمي په ګډون ددغه هیت شپږغړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

په دی پیښه کې د ښوونځیو په لس ګونه زده کوونکي هم مړه او ټپیان شوي وو.

پخواني افغان حکومت ددې پیښې د پلټنې وروسته دا پیښه یوه ترورستي پیښه وګڼله خو د پیښې د قربانیانو کورنۍ د حکومت نه په هراړخیزه توګه ددِغې پیښې د پلټنې غوښتنه کوي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس دا څرکندونې په داسې حال کې کړی چې جمهورریس اشرف غني په افغانستان د سولې ټینګیدل یو ملي هدف ګني او وایي چې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو هدف هم په افغانستان کې د سولې ټینګیدل وو.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني تیره اونۍ چین ته د خپل سفر وروسته په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې د لنډ مهالو، منځ مهالو او اوږد مهالو اقداماتو لپاره، د یوه منسجم کاري پلان جوړول غواړي.

همداشان جمهور رئيس غني د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ولې ده، وسله وال مخالفین، سیاسي مخالفین بللي دي، وویل چې هر هغه څوک چې له یوه نظام سره ستونزه ولري، هغه سیاسي مخالف دی او ښايي سیاسي مخالف په وسله وال مخالف بدل شي.

XS
SM
MD
LG