د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې یو کس په یو روغتون کې دوه تنه وژلي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي


تصویر د یوې پخوانۍ پېښې دی
تصویر د یوې پخوانۍ پېښې دی

په چین کې مقامات وايي چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۷ (غوايي ۱۸) یو کس د دغه هېواد په جنوب غرب کې په یو روغتون کې په خلکو برید کړی، دوه تنه یې وژلي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي‌ دي.

چارواکي‌ وايي پېښه د ژینژیونګ په سیمه کې د چنګنان په روغتون کې شوې او زخمیان په همدغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

پولیس وايي بریدګر ۴۰ کلن دی او روغتون ته په ورڅېرمه یوې سیمې کې اوسېده. چارواکو د بریدګر او د هغه د برید دعلت په اړه جزیات ورکړي نه دي.

د چین په رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې یو کس بل کس ته چاقو نیولی او پولیس هم په شاوخوا کې لیدل کېږي.

په چین په عامه ځایونو کې وسله وال بریدونه نادر کار بلل کېږي، ځکه چې چین د وسلو لرلو لپاره په سخت شرایط لري، خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکول کېږي چې بریدګر په کې له چاقو څخه کار اخلي.

د تېرکال د اګست په میاشت، یو کس چې د رواني ناروغیو سابقه یې لرله، د چین د یونان په ایالت کې په خلکو باندې په چاقو برید وکړ، دوه تنه یې ووژل او اووه نور یې ژوبل کړل.

تېرکال همدغه راز د چین د ګوانګدونګ په ایالت کې په یو بل ورته برید کې شپږ تنه ووژل شول او یو بل یې ژوبل کړ.

د ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د چین د زیانګشي په ایالت کې هم یو کس درې کسه ووژل او شپږ نور یې ژوبل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG