د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د لویې لارې د نړېدو له کبله لسګونه تنه مړه شوي


په چین کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په جنوب کې د لویې لارې د یوې برخې د نړېدو له کبله ۳۶ تنه مړه شوي دي.

پېښه د چین په جنوبي ولایت ګوانګدانګ کې شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د چین د دولتي رسنۍ سینهوا په قول لیکلي دي: «د مۍ تر دویمې (حمل۱۳) نېټې پورې (ځايي وخت د سهار ۵:۳۰) په دغې پېښې کې ۳۶ تنه مړه شوي او ۳۰ تنه نور ژوبل دي.»

په راپور کې ویل شوي‌ دي چې د زخمیانو وضعیت ښه دی.

دا لویه لاره د ګوانګدانګ ولایت د میزو ښار او دابو ولسوالۍ ترمنځ ده.

مقامات وايي چې ۲۰ موټرونه د ویجاړې شوې لارې ژورې برخې ته ګوزار هم شوي دي.

د چین دولتي رسنۍ وايي چې دا یوه طبیعي جیولوژیکي پېښه ده چې د سختو بارانونو له کبله رامنځ شوې ده.

د ګوانګدانګ ولایت یو پرنفوسه صنعتي ولایت بلل کېږي چې په دې وروستیو کې په کې د زیاتو بارانونو له کبله په ځینو سیمو کې قوي‌ سیلابونه وتلي او ځمکې هم ښویدلي دي.

په چین کې د کال په اوسني موسم کې دا ډول شدید بارانونه معمول نه بلل کېږي او کارپوهان یې د اقلیم د بدلون له کبله بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG