د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې ضد او نقیضې ادعاوی


د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په لسګونه اوسیدونکي ادعا کوي چې د افغان هوایي ځواک په بمبارۍ کې ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

دغو کسانو چې د پیښې یو شمیر ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته انتقال کړي له حکومت غواړي چې پدې هکله جدي پلټنې وکړي.

د ادرسکن ولسوالۍ یو مخور حاجي صولت نورزی ادعا کوي چې د چهارشنبې په سهار کله چې خلک د طالبانو د یو ازاد شوي بندي قاري غلام نبي کور ته تلل هوایي برید پرې وشو.

ددې سره جوخت ادعا شوې چې د ادرسکن او ګزره ولسوالیو ترمنځ د "خم زیارت" په ساحه کې پر یو واده د افغان هوایي ځواک د برید په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغې پیښې یو مصیبت ځپلی محمد امین، چې په سطحي توګه ټپي شوی د امریکا غږ ته وویل کله چې میلمانه په واده کې راټول شول "د ملي اردو دوو الوتکو" میلمنو ته نژدې پر موټرو بمونه واچول.

د طالبانو ډلې هم د یوې اعلامیې په خپرولو ادعا کړې چې د ادرسکن په ولسوالۍ کې د افغان ځواک د هوایي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، وایي د هغوی اطلاعات ښیي چې د طالبانو "په لسګونه پیژندل شوي قوماندانان" د "خم زیارت" په ساحه کې راټول شوي وو او پداسې حال کې چې د هرات په ښار کې یې پر دولتي تاسیساتو د تروریستي بریدونو پلان جوړاوه د افغان هوایي ځواک له خوا په نښه شول.

ښاغلي فرهاد وویل پدغه برید کې د طالبانو په لسګونو جنګیالي وژل شوي خو تر اوسه یې دقیق شمیر ندی څرګند.

له دې سره جوخت، د هرات د والي د ویاند په وینا د ادرسکن او ګزره ولسوالیو ترمنځ د "استو" په کلي کې د ملکي وګړو یو موټر د سړک د غاړې پر ماین ختلی او یو شمیر کسان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

پدې ترڅ کې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي تائیدوي چې د ادرسکن ولسوالۍ څخه تر اوسه د دوو ماشومانو په ګډون درې ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

د امریکاغږ هڅه وکړه چې پدې هکله د افغانستان په لویدیځ کې د ملي اردو د مقاماتو غبرګون ترلاسه کړي خو د زیاتو تماسونو سره سره څوک ځواب ته حاضر نشول.

XS
SM
MD
LG