د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۲ ملکي وګړي وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پکتيا د پوليسو وياند وايي چې د دې ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي احمدزي نن یکشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) امريکا غږ ته وویل چې د ماين دغه چاودنه پرون ماښام د يادې ولسوالۍ د چينو په سيمه کې پر يوه ملکي موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ دوولس غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو د ښځو او ماشومانو کره شمېر يې مشخص نه کړ.

د يادې کورنۍ يو غړی نورجان وايي چې‌د کورنۍ غړي يې د جګړو له وېرې له کور څخه په خپل موټر کې ګردېز ته پر لارې وو چې د سړک غاړې په ماين ور برابر شوي دي.

نورجان امريکا غږ ته وویل چې په ياده پېښه کې يې مور او پلار، دوه يې وروڼه، دوې يې ورېندارې او پاتې نور يې د کورنۍ نور غړي وو.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د پکتيا د پوليسو وياند حيات الله نظامي احمدزي يې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله.

هغه وویل چې چاودنه د وسله والو طالبانو د کنټرول لاندې سيمه کې شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG