د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۳۶ سلنه افغان کډوال له ناروغیو کړېږي


د ملګروملتونو بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي، چې ۳۶ فیصده بېځایه شوي او له بهرنیو هېوادونو خپل وطن ته ستانه شوي افغانان د غیر ساري ناروغیو څخه کړیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" په خپل یو درې میاشتنې راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ ( وري ۲۸مه) خپور شوی ویلي، چې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د افغان حکومت د همکارو ادارو له خوا په تیر ۲۰۱۸ کال کې د غیر ساري ناروغیو د علاج لپاره د بېځایه شوو او ستنو شوو افغانانو د اضطراري روغتیایي مرستو د برابرولو د پروګرام له لارې مرستې برابرې شوي دي.

دا اداره وايي، د غیرساري ناروغیو د تشخیص ، ارزونې او درملنې لپاره کارکوونکي هم روزل شوي دي.

په دغو ناروغیو کې د ویني د فشار له امله د مغزو د سکتې، زړه، سرطان، شوګر، ګردې او نورې ناروغۍ شاملې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دغه هېواد کې د نورو ناروغیو ترڅنګ د شکر ناروغي مخ په زیاتېدو ده.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا وزارت هڅه کوي، چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د ناروغیو په اړه د خلکو د خبرتیا کچه لوړه کړي.

ښاغلي مایار وویل، چې د ناروغیو د لیږد او وقایې په اړه د خلکو د پوهاوی د عامې روغتیا د وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د شمیرنو له مخې په تیرو اتلس کلونو کې له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه نهه نیم میلیونه وګړي خپل وطن ته ستانه شوي دي.

همداشان شااوخوا دوه نیم میلیونه نور د ناامنۍ، جګړو او وچکالۍ له امله په دغه هېواد کې له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، یوازې تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه اته سوه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې یوازې د روان کال په لومړیو میاشتو کې له دوه سوو زرو زیات افغانان د سېلابونو او جګړو له امله بېځایه شوي او هم له سل زرو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG