د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۱۵زره کسانو د ټاکنو په درغلیو کې لاس درلود


د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو خپلواک کمیسیون غواړي د حقایقو د موندنې د ګمارل شوې کمیټې رېپوټ خپور کړي.
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو خپلواک کمیسیون غواړي د حقایقو د موندنې د ګمارل شوې کمیټې رېپوټ خپور کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون وایي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په تیروټاکنو کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د موقتي او دایمي یو شمیر کارکونکو په ګډون تر پنځلس زرو پورې کسانو د ټاکنو په درغلیو کې لاس درلود.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون ویاند نادر محسني امریکا غږ سره په ځانکړې مرکه کې وویل چې په تیرو ټاکنوکې د شوو درغلیو د کچې د معلومولو لپاره ددغه کمیسیون له خوا د حقایقو د موندنې ګمارل شوې کمیټې کارهم بشپړیدلو ته نږدې شوی دی .

دا کمیسیون په پام کې لري چې د دغې کمیټې رپوټ د افغانستان خلکو سره هم شریک کړي.

ښاغلي نادرمحسنی وویل" زه باور لرم چې ددغه راپور په خپرولو سره به مونږ د ټاکنو د بهیر په باب یوه رښتیني قضاوت ته ورسیږو ، چې ورسره به هغه ډیرګمانونه چې کارپوهانو د ټاکنو په هکله لرل بدل کړي او هم به په راتلونکي کې د ستونزو په مخنیوي کې مرسته وکړي".

نادر محسني وویل چې په دغه پلټنه کې د ټولو هغو درغلیوپلټنه کیږي چې دغه کمیسیون کارکونکو د ټاکنو په مهال په څلوردیرشو ولایتونو کې ثبت کړي دي.

ښاغلي محسني وویل چې د دوی پلټنې ښیي چې د ټاکنو د کمیسیونونو یو شمیر دایمي او موقتي کارکونکي، یوشمیر سیمه ایزه زوروران ، یوشمیر سیمه ایز دولتي کارکونکي ، پولیس او د کاندیدانو د ټاکنیزو سیالیو یو شمیر کارکونکي د ټاکنو په وخت په درغلیو او د قانون نه په سرغړونو کې لاس درلود.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون ویاند وویل چې په درغلیو کې د ښکیلو کسانو نومونه به د دغه کمیسیون په انټرنیټي سایټ کې خپاره شي او یو شمیر به د عدلي او قضایي پلټنو لپاره د افغانستان عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون نږدې درې اونۍ وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د شوو درغلیو د عاملینو د معلومولو لپاره د حقیقت موندنې یوه کمیته وګمارله.

اوس د دغه کمیسیون چارواکي وایي چې تر راتلونکو دوه دریو اونیوبه د دغې کمیټې کار بشپړ شي.

د ښو ټاکنو لپاره وړاندیزونه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون دغه چارواکی وایي چې په راتلونکي کې د ټاکنو په وخت د ورته ستونزو د مخنیوي لپاره دوی په خپل دغه راپور کې یو لړ وړاندیزونه هم شامل کړي دي.

د ځانګړي کاندید په ګټه درغلي کول، د زورورو له خواد ټاکنو محلونو او مرکزونو اختیار په خپلو لاسونو کې اخیستل، د ځانګړو کاندیدانو په ګټه د ټاکنو د کمیسیون د کارکونکو لاس وهنه، د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له خوا په خپله ګټه لاس وهنه، د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو له خوا په خپله ګټه لاس وهنه ، ټاکنیزې سرغړونې او درغلۍ ،د پایلو په پاڼو کې د کاندیدانو په ګټه لاس وهل، په رایو کې بدلون راوستل، د رایو د صندوقونو ماتول، په دغه بهیر کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکونکو غفلت، په سمه د رایو ورکونکو د هویت نه ثبتول، په رایی اچونه کې د کارت له لرلو پرته برخه اخیستل، رایي ورکونکو ته پرله پسې د کارتونو ورکول، د یو ځانګړې کاندید په ګټه په هغو سیمو کې د رایو د صندوقونو ډکول چې په کې ټاکنې نه دي ترسره شوي په هغو مسلو کې شاملې مسلې دي چې د ټاکنیزو خپلواکه کمیسیون حقیقت موندنې کمیټې د خپلو پلټنو په وخت د درغلیو او سرغړونو په توګه ثبت کړي دي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست په دوهم پړاو ټاکنو کې د پراخه درغلیو له امله ددغو ټاکنو سل په سلو کې پلټنه د نړیوالې ټولنې په مرسته وشوه خو د پلټنو په پای کې دواړو کاندیدانو د ملي یووالي حکومت جوړ کړ چې د ۹۹ ورځو په تیریدلو تراوسه ددغه حکومت دواړه مشران د کابینې په جوړیدلو نه دي بریالي شوي.

د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو د دغه حکومت د جوړیدلو په وخت د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاح پخه وعده هم کړې ده خو تراوسه یې د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره کمیسیون نه دی ټاکلی.

XS
SM
MD
LG