د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې وسله والو اته لمونځ کوونکي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار نهمې ناحیې سراچه علي خان سیمه کې وسله والو تېر ماخستن اپریل ۱۷ (وري ۲۸) نهه بجې د یوې کورنۍ اته کسان داسې مهال وژلي چې په جومات کې یې تراویح کولې.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وایي چې وژل شوي کسان د عبد الوهاب په نامه د یوه سړي د کور غړي دي چې په وژل شویو کې یې پنځه زامن او درې ورېرونه دي.

والي امرخېل وایي چې د دوی لومړني معلومات ښيي چې دغه وژنې د ځمکې پر سر د شوې لانجې له امله شوي، خو بیا هم دغه قضیه تر څېړنې لاندې ده.

د ننګرهار چارواکو د پېښې په تړوا د کوم کس د نیول کېدو خبر نه دی ورکړی، خو والي ویلي چې سیمې ته پولیس استول شوي.

XS
SM
MD
LG