د لاس رسي وړ اتصالات

ارزگان کې ۸۰ پولیسو خپلې دندې پریښي


Arena gladiator era Romawi, Colosseum, terlihat gelap dalam perayaan "Earth Hour" di Roma, Italia.
Arena gladiator era Romawi, Colosseum, terlihat gelap dalam perayaan "Earth Hour" di Roma, Italia.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغه شمیر پولیسو د ارزګان ولایت د دهراود د ولسوالۍ د امنیه قوماندان محمد نبي سره د اختلاف له امله خپلې دندې پریښي او له سیمې تللي دي.

دا چارواکي وایي، چې ۸۰ تنه پولیس د دهراود ولسوالۍ د زرتالي سیمه کې په ۷ امنیتي پوستو کې د ولایت د مرکز ترینکوټ او د دهراود ولسوالۍ د لويې لارې د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود.

د ارزګان ولایت د امنیت امر سمونوال رحیم الله خان امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، دا پوليس دم ګړۍ د ارزګان د ولایت په مرکز ترینکوټ کې دیره دي او د ولایت امنیې قوماندانۍ د دې ستونزې د څرنګوالې په اړه تحقیقات پيل کړي دي .

د ارزګان ولایت د امنیت امر وویل، لومړنۍ پلټنې ښیي، چې دغو پولیسو د ولسوالۍ له امنیه قومندان سره له لفظي شخړې وروسته، خپلې دندې پریښي دي.

د ارزګان د امنیې قومندانۍ یو چارواکي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، د ترینکوټ او دهراود ترمنځ د لويې لاري پر سر د امنیتي پوستو قومندان څارمن دادګل ادعا کړې، چې د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان سر څارمن محمد نبي يې سپکاوی کړی او په غبرګون کې يې نوموړي له خپلو ۸۰ پوليسو سره د دغې لارې ټولې پوستې خوشې کړي او د ولایت مرکز ترینکوټ ته تللي دي .

دغه چارواکی د نوم له ښودلو یې ډډه کوله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل"لومړنۍ پلټنې ښيي چې د ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نبي د دې لارې پر سر د اقتصادي ګټو پر سر د پوليسو له منصبدار څارمن دادګل سره لانجه کړې، خو تحقیقات به دا هر څه روښانه کړي".

دهراود د ارزګان له نا امنه ولسوالیو څخه یوه ده. د ځايي اوسیدونکو په وینا دا لومړی ځل دی چې په لوی شمیر پوليسو په کې خپلې دندې پریښي دي.

که څه هم د پوليسو د خپل منځي اختلافاتو له کبله دا د خپل ډول لمړنی پېښه ده خو په عمومي ډول پوځي کارپوهان دا کار د نظامي قطعاتو په منځ کې د همږغۍ د نه شتون زیږنده بولي.

تیره میاشت په ارزګان ولایت کې دوه داخلي بریدونه شوي چې په ترځ کې يې ۲۰ تنه پوليس د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG