د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د حراست او ثبات شورا جوړه شوه


ددې شورا لومړۍ غونډې ته ویناکوونکو د افغان حکومت څخه وغوښتل چې ژر دې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه کړي
ددې شورا لومړۍ غونډې ته ویناکوونکو د افغان حکومت څخه وغوښتل چې ژر دې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه کړي

د افغانستان د حراست او ثبات شورا چې یو شمیر پخواني جهادي مشران او قوماندنان او د افغان حکومت یو شمیر پخواني وزیران، والیان او د پارلمان یو شمیر غړي په کې راټول شوي نن په کابل کې په یوه لویه غونډه کې ددغې شورا جوړیدل د یو نوي سیاسي خوځښت په توګه اعلان کړل.

ددغې شورا په لومړۍ غونډه کې وینا کوونکو د افغانستان د روان وضعیت په هکله اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې دوی د افغانستان د بقا په هکله په ژوره توګه اندیښنه لري.

یو پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف وویل چې د شورا جوړیدل د حکومت پر ضد کوم اقدام نه دی بلکې هدف یې د چارو د سمون لپاره په بیلابیلو برخو کې ژور اصلاحات راوستل دي.

ښاغلي سیاف وویل " د سقوط طرفدار نه یو، او سقوط د هیواد په خیر نه گڼو، د اصلاح پلویان یو، بنیادي اصلاحات په امنیتي سکټور، په اقتصادي سکټور، په سیمه ایزو ارګانونو کې په مرکز او ولایتونو کې اصلاحات د افغانستان د بقا او د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره ډیر ضروري ګڼو".

همداشان استاد سیاف د ټاکنو په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه د افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې ژر دې د اساسي قانون لویه جرګه راوغواړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال محمد یونس قانوني دې غوڼډې ته وویل چې که چیرې د ۱۳۹۵ کال د سنبلې تر میاشتې هغه لویه جرګه چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خپل حکومت د جوړیدو پر وخت پرې موافقه کړې وه جوړه نه شي نو اوسنې نظام به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.

ښاغلي قانوني وویل " زمونږ اوسنې د ملي یووالي حکومت کوم مشروعیت چې د دې موافقې له مخې لاس ته راوړی، د راروان کال د سنبلې په میاشت کې خپل مشروعیت له لاسه ورکوي، ددغو دوه ټیمونو د موافقې په اساس او په صدارت باندې د اجرائیه ریاست د بدلیدلو بحث چې د اساسي قانون د لویې جرګې پر اساس یې وړاندیز شوی، که چیرې په بیلابیلو بهانو د اساسي قانون لویه جرګه جوړه نه شي او وځنډیږي د نظام د مشروعیت بحث په کلکه تر پوښتنې راوړي ".

همداشان ښاغلي قانوني وویل چې که چیرې لازم اقدامات تر سره نه شي نو په راروان پسرلي کې به افغانان بیا د سختو جګړو شاهدان وي.

ښاغلي قانوني زیاته کړه " ما څو ځله دا اعلان کړی چې نړیوال تروریزم سازمان لری، رهبري لري، منابع لري،کوم څه چې یې نه لري هغه پایتخت دی، د تروریزم ملاتړو کړیو پریکړه کړې چې سږکال له ګرمۍ څخه په ګټې اخیستلو یو ځل بیا افغانستان د تروریزم په پایتخت بدل کړي، زیات شمیر تروریستان چې په منځني ختیځ کې مصروف وو، په ګاونډیو هیوادونو کې راټول شوي دي پریکړه یې کړې چې د پسرلي په رارسیدو زمونږ مقدس هیواد افغانستان ته راواوړي او په دې توګه زمونږ ستر ملت له تباهۍ سره مخ کړي چې دا کومه کوچنۍ پریکړه نه ده ".

ددغې شورا لومړۍغونډې ته د استاد سیاف او د محمد یونس قانوني، د ویناو سربیره د اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغنیدیوال، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي، د اداري چارو پخواني رئیس ډاکټر صادق مدبر او د اوبو او برښنا بخواني وزیر محمد اسمعیل خان هم ویناوي وکړې.

ددې غونډې وینا کوونکو په افغانستان کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو سره د سولې په مسله هم خبرې وکړې وې ویل چې دا شورا د سولې مخالفه نه ده خو باید افغان حکومت ولس د خبرو په باب باخبره وساتي.

د افغانستان د حراست او ثبات شوراچارواکو وویل چې لومړی هدف یې ددغې شورا پراخه کیدل دي او غواړي چې نور سیاسي ګوندونه او بانفوذه شخصیتونه هم په کابل او ولایتونو کې دغې شورا کې غړیتوب ته راوبولي.

همداشان دغو چارواکو ویل چې دا شورا د اوږدۍ مودې اهداف لري او غواړي چې د جمهوري ریاست د راتلوونکو ټاکنو په ګډون په ټولو ټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG