د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې ټولنیز بسیج ته اړتیا شته - د پوهنتون استادان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په فراه کې د پوهنتون استادان وایي په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې د عامه پوهاوې کچه لوړه شي تر څو ددغه واکسین (ګوزڼ) په وړاندې د انکار په شمول ټول شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

په ورته مهال؛ چارواکي یادې سپارښتنې پر ځای او د خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي.

په فراه کې د پوهنتون استادان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې پر ټولنیز بسیج ټینګار کوي، او یاده تګلاره د پيغام رسونې په برخه کې خورا اغیزمنه بولي.

د ټولنیزو چارو کارپوه او د پوهنتون استاد، دوکتور طاهر تنزی وایي چې ټولنیز، مذهبي او فرهنګي ډلې هغه نښلوونکی پل دی چې کولای شي په اغیزمنه توګه عامو خلکو ته پیغام ورسوي.

نوموړي وویل: "که چیرې په ټولنه کې مؤثرو ګروپونو لکه قومي مشرانو، دیني عالمانو او فرهنګي فعالانو ته معلومات او روزنه ورکړل شي تر څو عامو خلکو ته د پولیو د واکسین پیغام په سم او منظم ډول ورسوي نو په دې کې هیڅ شک نشته چې د واکسین په وړاندې شته شکونه له منځه ځي."

له دې سره هم مهاله ټولنیز فعال، محمد صادق سعیدي امریکا غږ ته وویل چې د ګوزڼ سره مبارزه دوه اړخه لري چې مهم اړخ یې د خلکو همغږي او مرسته ده.

ښاغلي سعیدي وویل: "مونږ باید په ټول توان کوښښ وکړو چې خلک د واکسین په تطبیق کې یوه واحد نظر ته ورسوو، په دې کې هیڅ شک نشته چې د واکسین رسول تر خلکو مهم دي، خو زما په نظر اساسي کار دا دی چې ټول خلک د واکسین په وړاندې مثبت اتفاق نظر ولري او په تطبیق یې مرسته وکړي."

بلخوا، روغتیایي چارواکي هم د خلکو همکاري اړینه او اساسي بولي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس مولوي احسان الله شاکر له خلکو غواړي تر څو په ناسمو تبلیغاتو باور ونه کړي.

هغه وویل: "خلکو ته مو دا وینا ده چې دې برخه کې زمونږ سره مرسته او همکاري وکړي، زمونږ د ټیمونو سره دې همکار اوسي او لارښوونې دې وکړي، کوم وخت چې دروازه وټکول شي خپل کوچنیان دې راوباسي که چیرې ماشوم ویده، میلمه او یا هر چیرې وي، کوښښ دې وکړي چې ماشومان ټول واکسین شی. د خلکو د منفي تبلیغاتو تر اغیز لاندې دې نه راځې چې څوک وایي واکسین ناروا دي او یا بدې پایلې لري."

له دې وړاندې دیني عالمانو، ولسي مشرانو او اجتماعي فعالانو هم د ګوزڼ ضد مبارزه کې د خپلو همکاریو ژمنې کړې دي. مسؤولین د ولس د بیلابیلو قشرونو همکاري اړینه بولي او له دې پرته په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس له منځه وړل ناشوني بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG