د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال د افغانستان ختیځ کې ۶۰۰ ټنه کبان تولید شوي


په درونټه کې د کبانو بازار
په درونټه کې د کبانو بازار

مقامات وایي په ٢٠١٨ کال په ننگرهار، کونړ او لغمان ولایتونو په فعالو ۲۵۰ فارمونو کې ٦٠٠ ټنه کبان تولید شوي دي.

د افغانستان د ختیځ زون د کرهڼې مقامات وایي د کبانو د روزنې او تولید ١٨٣ فارمونه په ننگرهار کې، ٥٥ په لغمان او ١٢ په کونړ ولایت کې فعالیت لري.

ددغو فارمونو فعالیت د کبانو له غوښې سره د سیمې د خلکو د مخ په زیاتیدونکې علاقې ښکارندوی دی. د ننگرهار د کرهڼې او مالدارې ریاست د فارمونو مسؤل سید نادر د امریکا غږ ته ویلي چې پدې دریو ولایتونو کې موجودو فارمونو په تیر کال کې ٦٠٠ ټنه کبان بازار ته عرضه کړي دي.

ښاغلی نادر وایي له پاکستان نه د کبانو صادرات په قانوني توگه منع شوي خو بیا هم د قاچاقي لارو ماهیان جلال آباد ته واردیږي. د ننگرهار د کرهڼې ریاست د فارمونو مسؤل وایي د ننگرهار ١٨٣ راجستر شوي فارمونه په کال کې شاوخوا ۴۵۰-۶۰۰ ټنه کبان تولیدوي. هغه وایي سږکال یې د نړیوال بانک په بودجې او ددې ریاست په تخنیکي مرستې د کبانو د تولید یوه دستگاه جوړه کړې چې له همدې ځایه نورو ولایتونو ته هم د ماهیانو نسل استول کیږي.

د لغمان د کرهڼې او مالدارۍ رئیس انجینر محمدجمیل خوشحال وایي پدې ولایت کې ٥٥ فارمونه شته چې په کال کې ١٣ ټنه کبان بازار ته وړاندې کوي.

همداشان د کونړ ولایت د کرهڼې او مالدارۍ رئیس انعام الله صافی وایي چې پدې ولایت کې د کبانو ١٢ فارمونه فعالیت لري چې په وینا یې هر کال شاوخوا ۴٠ ټنه کبان بازار ته عرضه کوي. ښاغلي صافي د کبانو د نسل د تولید د ماشین د نشتون نه سرټکوي او وایي چې په همدې دلیل د کبانو نسل او بچي له پاکستان نه واردیږي.

په درونټه کې د کبانو بازار
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

د ختیځ زون د فارمونو خاوندان وایي چې په زرگونو کسان له دوی سره د کبانو په تولید کې په کار بوخت دي او له دولت غواړي چې د کبانو د نسل د تولید ماشینونو مرسته ورسره وکړي.

خو له بلې خوا د کبانو د خوراک مینه وال د لوړو بیو نه سرټکوي او وایي چې هر څوک یې د اخیستلو توان نلري.

په ختیځ زون کې د ننگرهار د بهسودو پل او درونټه، په کونړ کې د چوکۍ ولسوالۍ او د اسعدآباد ښار او د کابل ولایت مربوط سروبي او نغلو د کبانو د خرڅلاو ښه بازارونه دي.

رپوټ: ضیاالرحمن حسرت

XS
SM
MD
LG