د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې سیلابونو اوه تنه وژلي


د خوست په ولایت کې د کال په دې وخت سیلابونه راوځي چې کله کله د سر زیان هم سبب ګرځي.
د خوست په ولایت کې د کال په دې وخت سیلابونه راوځي چې کله کله د سر زیان هم سبب ګرځي.

که څه هم ځينو ولايتي چارواکو په لومړيو کې د مړو شوو شمېر اوولس کسان ښودلی و، خو د والي وياند لږ مخکې امريکاغږ ته وويل، چې تر اوسه دوی ته د اوو کسانو د مړينې خبر رسيدلی دی.

مبارزمحمد ځدراڼ زياته کړه، چې د ځينو نورو کسانو د مړينې په اړه هم غير رسمي معلومات ورسېدلي، خو د کره والي لپاره د والي د مرستيال په مشرۍ يوې کميټې څېړنې پيل کړې دي.

هغه وويل: ” دغه اووه کسان د يعقوبيو ولسوالۍ په خلبېسات سيمه داسې مهال سيلاب وژلي دي، چې موټر يې په خوړ کې بند پاتې شوی و‟.

ځدراڼ زياته کړه، چې په مړو شوو کې پنځه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي، چې ټول يې د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي همدارنګه وويل، لسو نور هغه کسان چې په اوبو کې بند پاتې وو، د افغان ملي امنیتي ځواکونو په مرسته ژغور ل شوي دي.

په همدې حال کې د يعقوبيو ولسوال اغاجان امريکاغږ ته هم وويل، چې په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

هغه زياته کړه: ”دغه موټر له خوست ښار څخه راغلی و او د خلبېسات له خوړ څخه تېرېده، چې په خوړ کې بند شوی او بيا اوبو وړی دی.‟

په عين وخت کې د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د باران له امله يو کور هم نړيدلی، خو مسوولين وايي، چې مرګ ژوبله نه لري.

چارواکي وايي، چې د مړو شويو کورنيو له پاتې غړو سره د بيړنيو مرستو لپاره يې کوټلي اقدامات کړي او هڅه کوي، چې د ستونزو په حل کې يې همکاري وکړي

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG