د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوي


Polio in Farah, Afghanistan
Polio in Farah, Afghanistan

روغتیايي مسئولین وايې چي نن د پنجشنبې په ورځ سپټیمبر درېیمه (وږي ۱۳) په کندهار او زابل ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوي پېښي ثبت شوې.

له دغو نویو پېښو سره سږکال په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۳۲ ته او په ټول افغانستان کې ۴۴ ته لوړ شوی دی.

د ګوزڼ په نویو پېښو کې ۲ په کندهار او دوې نوري هم په زابل ولایت کې ثبت شوي.

په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې د بیړنیو اقداماتو د مرکز ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايې چې د ګوزڼ یوه پېښه په کندهار ښار او دوهمه په ژړۍ ولسوالي او دغه راز په زابل کې له دو پېښو څخه یوه په کلات ښار او دوهمه يې په ارغنداب ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د کندهار په حوزه کې د ګوزڼ څلور پېښي نن ثبت شوې چې څلور سره ګوزڼ وهلي ماشومان هلکان دی د کندهار ښار په لویه ویاله کې ۱۶ میاشتنی او په ژړی ولسوالی کې ۱۳ میاشتنی هلک، د زابل په مرکز سرخګان سیمه کې پنځه کلن او ارغنداب ولسوالۍ کې درې کلن هلک ګوزڼ وهلی".

د ښاغلي پخلا په وینا دغو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه وو ورکړل شوی.

په ورته وخت کې د عامي روغتیا وزارت مقامات وايې چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله جنوبي زون د ګوزڼ تر جدي ګواښ لاندې دی.

د دغه وزارت د پوليو د همغږی د برخې مسئول میرجان راسخ امریکا غږ ته وويل چې دا ګواښ په پرلپسې ډول د ګوزڼ ضد واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کېدو له امله په جنوبي زون کې رامنځ ته شوی دی.

هغه وویل کورنۍ باید د یوه جدي روغتیايي ګواښ په توګه خپل ماشومان د ګوزڼ پرضد له موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه وقایه کړي.

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه د ماشومانو د ګوزڼ نوي پېښي زیاتیږي د واکسین په کمپاینونو کې هغه تشه چي د کرونا ناروغی او یاهم ځينو امنیتي دلایلو له مخې رامنځ ته شوې وه زموږ ماشومان په پرلپسې توګه د پوليو له واکسین څخه محروم پاتې شوي اوس نوې هڅي روانې دي چي د ګوزڼ ضد کمپاینونه تر سره کړو چې باید کورنی ترې ګټه واخلي".

د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین په برخه کې همکار مرسته کونکې بنسټونه هم په جنوبي ولایتونو کې په پرلپسې توګه د ګوزڼ د نویو پېښو له رامنځ ته کیدو څخه اندېښنه ښيي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونسیف) د پولیو د پروګرام د برخي ویاند سید کمال شاه امریکا غږ ته وويل چې تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاینونه پيل شوي چي دا د ستونزي یوازنی حل لار ده.

هغه زیاته کړه تر هغې چي د ماشومانو د وجود مقاومت د ګوزڼ د ناروغی پرضد زیات شوی نه وي د نویو پېښو د رامنځ ته کیدو ګواښ به پر خپل ځای پاتې وي.

ښاغلي کمال شاه وویل: "د جنوبي ولایتونو په ټولو لاس رسي وړ سیمو کې د روانې سپټیمبر میاشتې په ۱۵ نېټه د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيلیږي چي چمتووالی سر له اوسه ورته روان دی هیله مو داده چې کورنۍ له دغه فرصیت څخه د خپلو ماشومانو د وقايې لپاره ښه ګټه واخلي".

په جنوب کې د پوليو له ۳۲ پېښو څخه يې ۱۱ په کندهار، ۱۳ په هلمند، ۳ په زابل، ۴ په اروزګان او ۱ هم په نیمروز ولایت کې ثبت شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG