د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني د شمال زون د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره بلخ ته تللی


ولسمشر غني بلخ کې له مارشال دوستم او عطاء محمد نور سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني بلخ کې له مارشال دوستم او عطاء محمد نور سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په مزار شریف ښار کې د شمال زون د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور او د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد له رئیس جمعه خان همدرد سره وکتل.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري نن چهارشنبه اګست ۱۱ (زمري ۲۰) خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شمال زون د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.

ښاغلي امیري زیاته کړه: "د جنګي چارو مدیرت او مخته وړل او د افغانستان د دفاعي چارو مخته وړل د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه دي، خو سیاسي او جهادي مشران او ولسي پاڅونوال له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او د هغوی تر مشرۍ لاندې له وطن څخه دفاع کوي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو په اساس ښاغلي غني بلخ ولایت ته په رسېدو سره سم په مزارشریف ښار کې له مارشال عبدالرشید دوستم عطاء محمد نور او جمعه خان همددر سره کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر مشرۍ لاندې د ولسي پاڅونونو د همغږۍ، تجهیز او انسجام په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.

ولسمشر غني‌ په داسې حال کې دې ولایت ته سفر کوي‌ چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د هیواد د شمال په یو شمیر برخو کې پرمختګونه درلودل.

تیره شپه د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم هم له خپلو پلویانو سره له بلخ څخه کابل ته ولاړ او ټاکل شوې له طالبانو سره د جګړې میدان ته ولاړ شي.

ښاغلي دوستم په بلخ کې خبریالانو ته وویل چې ټول وګړي به د دغه ډلې په وړاندې ودریږي او په شمال کې به وسله وال طالبان له ماتې سره مخ کړي.

ولسمشر غني پر داسې مهال د شمال زون د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره بلخ ولایت ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د جوزجان، کندز او سرپل ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

بلخوا له تیرې ورځې راپدېخوا د بدخشان پر مرکز فیض اباد، د تخار مرکز تالقان او بغلان پر مرکز پلخمري هم د طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي، خو د افغانستان امنیتي ارګانونو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG