د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د پاکستان د ګمرکاتو دوه مامورین وژلي دي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې پولیس وایي وسله والو د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د ګمرکاتو په مامورینو ډزې کړي چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او درې نور ټپي شویدي.

پولیسو یکشنبه اپریل ۲۱ ( غوایي دویمه) ویلي چې د ګمرکي چارو دا مامورین د تالاشۍ په پوستې کې ناست وو چې وسله والو پرې برید وکړ.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې د پاکستان په امنیتي او حکومتي مامورینو د بریدونو کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي کړې.

پاکستاني چارواکي وایي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو راهیسې په دې هیواد کې د ټي ټي پي بریدونه ډیر شوي او ادعا کوي چې د دې ډلې مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه د بریدونو بندوبست کوي.

خو طالبان بیا د اسلا آباد دا ادعاوې ردوي او په وار وار یې پدې ټینګار کړی چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

د یو څیړنیز مرکز په راپور کې چې د همدې روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې خپور شو، پکې ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې په ټول پاکستان کې ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي چې ترهګر هم پکې شامل دي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې مرکز په راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۸۱ تنه عام خلک او د امنیتي ځواکونو غړي وو.

ډیری دا بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي. په راپور کې راغلي چې ۹۲ په سلو کې دا ډول پیښې په همدې دوو ایالتونو کې شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې د بلوچستان په ایالت کې په تیرو دریو میاشتو کې ۱۷۸ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شویدي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG