د لاس رسي وړ اتصالات

د کراچۍ په ښار کې د بهرنیو وګړو په یو موټرځانمرګی برید شوی


د پاکستان د سند ایالت د کراچۍ په ښار کې د پولیسو چارواکو ویلي چې په دغه ښار کې د بهرنیو وګړو په یو موټر باندې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ ډیوه راډیو د کراچۍ د ښار د ملیر د سیمې د پولیسو د مشر طارق مستوي له قوله ویلي چې دا برید د جمعې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۱) د کراچۍ د لاندهي د مانسهره کالونۍ په سیمه کې د بهرنیو وګړو په یو موټر چې ددغې سیمې څخه د قاسم بندر په لور د تیریدو په حال کې وو، شوی دی.

پولیسو ویلي چې په برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خو پولیس وایي، چې په دې برید کې بهرنیو وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی او هغوی ټول ددغه برید څخه روغ وتې دي.

همداشان پولیسو ویلي چې دوه بریدګرهم د پولیسو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

طارق مستوي ویلي چې په موټر سایکل سپور یو ځانمرګي بریدګر د بهرنیو وګړو د موټر سره نږدې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

پولیسو ویلي په ټپیانوکې د بهرنیو وګړود امنیت دوه ساتوونکي او یو لاروی شامل دي، چې روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي د چاودنې نه وروسته بریدګرو ډزې هم کړي، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه بریدکوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان د ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر، جان اچکزي د ایکس په خپله پاڼه لیکلي چې برید د جاپانې وګړو په موټر شوی دی.

پولیس وایي په کوم موټرچې دا ځانمرګي برید شوی په کې پنځه بهرني وګړي سپاره وو.

د پولیسو د وینا له مخې دې ځانمرګي برید کې بهرنیو وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او د پیښې وروسته هغوي خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

تراوسه لا ددغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي وګړو باندې د مارچ د تیرې میاشتې د برید وروسته په پاکستان کې په بهرنیو وګړو باندې دوییم ځانمرګی برید دی.

د روان کال د مارچ د میاشتې په ۲۶ د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې د چینايي انجینرانو په یو موټر په برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو د برید مسوولیت تراوسه هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د تحریک طالبان پاکستان ډلې (ټي ټي پي) هم په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو ویلي و چې د بشام په سیمه کې په برید کې کارول شوی موټر له افغانستان څخه دغې سیمې ته وړل شوی وو.

دغو امنیتي دارو چارواکو ویلي و، چې د بشام د برید په ټړاو یې د څو افغانانو په ګډون ۱۲ تنه نیولي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د بشام برید په ستخو ټکو غندلی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG