د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کابینې تر ټولو ځوان او زاړه غړي وپیژنئ


د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د کابينې ۴۹ سلنه غړي تر څلویښتو کالو لږ عمر لري.

د رسمي بیوګرافیو له مخې، د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي ۳۶ کلن او د کابینې تر ټولو ځوان غړی دی. ورپسې د ټولګټو وزارت وزیر یما یاري (۳۷ کلن) او د کانونو او پترولیم وزیره نرګس نهان او د مخابراتو وزیر شهزاد ګل آریوبی دي چې هر یو یې ۳۸ کاله عمر لري.

د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسی، مجیب الرحمن کریمی د کلیو پراختیا وزیر او د ښارجوړونې وزير سید سعادت منصور نادری بیا د ۳۹، ۴۱ او ۴۲ کلونو دي چي د کابینې په ځوانو غړو کې شمیرل کیږي.

بل لور ته، ولسمشر محمد اشرف غنی او د افغانستان بانک رییس خلیل الله صدیقی دواړه ۶۹ کلن دي او د کابینې تر ټولو زاړه غړي دي.

له دوي وروسته، د عدليې وزیر عبدالبصیر انور د ۶۶ کلن دی او ورپسې د ولسمشری لومړی معاون عبدالرشید دوستم دی چې ۶۴ کلن دی.

د حکومت اجرايي مشر، عبدالله عبدالله، ۵۸ کلن دی او لمړی مرستیال یې، انجینیر محمد خان ۶۶ کلن او دوهم مرستیال، حاجي محمد محقق، ۶۳ کلن دی.

ځوان نسل

ډاکتر روح الله امین د اداري اصلاحاتو د کمیسیون کمیشنر او سازماني ارواه پوه وايي یوه ځوانه کابینه ډېر ښه صفتونه لري "تر ټولو مهمه چې د تغییر خبره، که موږ وغواړو چې تغییر راولو د ځواناو فکر، نظر زړو ته د تغییر چمتوالی لري. ځوانان ځواکمن دي، ښايي ډېر ابتکار او خلاقیت ولري، انعطاف لرونکي وي، یو دفتر ته د کاري ساعتونو نه ډېر وخت کار کولی شي."

ښاغلی امین وايي که د ځوانانو او زړو کسانو د استعداد او علم کچه یو شان هم وي خو په هرې ټولنې کې چې د نوي بدلون خبره شوې، ځوانان پکې لوی لاس درلودلی دی. زاړه کسان محافظه کارانه عمل کوي.

ولسمشر محمد اشرف غنی هم د دولت په مشری کې د ځوانانو حضور ګټور بللی. نوموړي د شانګهاي په وروستۍ سرمشریزې کې وویل "د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د نسلي تغیر په راوستو سره موږ فعاله ځوانو نارینه او ښځو ته د ډلهییز اقتدار د واکونو د لېږد په حال کې یوو."

د افغانستان د اساسي قانون په ۷۲ ماده کې راغلي، هغه څوک چې غواړي وزیر شي سن یې باید له ۳۵ کلونو نه لږ نه وي.

XS
SM
MD
LG