د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې سختو بارانونو او سیلابونو ۳۳ تنه مړه کړې


عکس: ارشیف - په افغانستان کې سیلابونه
عکس: ارشیف - په افغانستان کې سیلابونه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۶) وویل چې په افغانستان کې د دریو ورځو سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه شوي دي.

د دغه رياست وياند جانان سایق وويل: "له جمعې ورځې راهيسې د بارانونو له امله سيلابونه راغلي، چې ډېر مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي."

هغه زیاته کړه، "لومړني معلومات ښيي، چې له بده مرغه په سېلابونو کې ۳۳ تنه شهیدان شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي."

سایق وویل، زیاتره مرګ ژوبله د بامونو د نړېدو له امله وه، په داسې حال کې چې شاوخوا ۶۰۰ کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي، نږدې ۶۰۰ کیلومتره سړک ویجاړ شوی، او شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه "سیلاب وړې."

د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه څه باندې ۲۰ ولایتونه د سختو بارانونو له امله ځپل شوي، او دا په داسې حال کې دي چې غیر معمول وچ ژمي ځمکې وچې کړې او کروندګر یې د کرونده د کر کیلې ځنډولو ته اړ کړي.

له هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان بیا په افغانستان کې واکمن شوي دې بې وزله هېواد ته د بهرنیو مرستو جریان خورا کم شوی دی، چې د طبیعي پېښو په وړاندې یې د مرستو رسول هم خنډني کړي دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د سختې واورې وریدو او د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو، په داسې حال کې چې د مارچ په پای کې د درې اوونیو اورښتونو په پایله کې شاوخوا ۶۰ تنه مړه شول.

ملګرو ملتونو تېر کال خبرداری ورکړی و چې "افغانستان د هوا د حالاتو د بدلون له سختو شرایطو سره مخامخ دی".

ساينسپوهان وايي، چې د اقليم د بدلون په نتیجه کې د هوا حالات سخت اغیزمن شوي او له څلورو لسيزو جګړو وروسته افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له دې پديدې سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG