د لاس رسي وړ اتصالات

بارانونو او سیلابونو په تانزانیا کې ۱۵۵ تنه مړه کړي


په تانزانیا کې له سختو بارانونو وروسته سیلابونه وتلي
په تانزانیا کې له سختو بارانونو وروسته سیلابونه وتلي

د تانزانیا صدراعظم قاسم ماجاليوا د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (حمل شپږمه) پارلمان ته وویل چې بارانونو او سیلابونو یې په هېواد کې ۱۵۵ تنه مړه کړي او ۲۳۶ تنه نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړي ویلي دي چې د سیلابونو او بارانونو له کبله څه باندې ۲۰۰زره نور خلک زیانمن شوي‌ دي.

د تانزانیا صدراعظم وویل: «سختو بارانونو او سیلابونو چې ورسره تېز توفان هم مل و، د هېواد (تانزانیا) په بېلابېلو برخو کې ډېر زیان اړولی دی.» قاسم ماجالیوا وویل چې په دغو پېښو کې څه باندې ۵۱۰۰۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

نوموړي له هغو خلکو څخه، چې د سیلابونو سیمو ته نژدې اوسېږي، وغوښتل چې نورو سیمو ته وکوچېږي. هغه همدغه راز له سیمه ایزو چارواکو وغوښتل هغو خلکو ته مرستې ورسوي چې کورونه یې ویجاړ شوي دي.

د دغو سیلابونو یو علت د «اقلیم بدلون» بلل شوی او صدراعظم ماچالیوا وویل چې ناثابته کرنه او مالداري هم د دغو زیانونو یو بل علت دی.

په تانزانیا کې دا بارانونه او سیلابونو د «ال نینو» څپه ده. ال نینو د اب او هوا یوه داسې څپه بلل کېږي چې د اقلیم د برخې د ماهرانو په وینا د هرو دوو او اوو کالونو ترمنځ یو ځل راپارېږي او د ځمکې په مخ په اب او هوا کې ګډوډي زېږوي. دا په نړۍ کې د تودوخې د زیاتوالي سره هم تړلې بلل کېږي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې سازمان د ۲۰۲۳-۲۴ ال نینو څپې په پنځو دا ډول ځواکمنو څپو کې وشمېرلې.

د ال نینو دغې څپې په کینیا، بروندي او ځېنو نورو هېوادونو کې هم د سختو بارانونو او سیلابونو لامل شوې چې سړکونه او مهم تاسیسات یې وران ویجاړ کړي دي. په کینیا کې ۳۵ کسان د سیلابونو له کبله مړه شوي دي. په بروندي کې بیا څه باندې ۹۶۰۰۰ کسان بې ځایه شوي‌دي.

تېرکال په کینیا، سومالیا او ایتوپیا کې د سختو بارانونو او طوفانونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسان مړه شوي‌ وو.

د دغه مطلب معلومات د فرانس پرس او اسوشیتډ پرس د راپورونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG