د لاس رسي وړ اتصالات

هیله نجیب وایې د پلار قتل ولړزوله خو قوې یې هم کړه


هیله نجیب الله
هیله نجیب الله

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب وایي که څه هم چې د ډیرو مشکلاتو نه تیره شویده، خو اوس د بشر د خدمت لپاره د خپل پلار په نقش قدم روانه ده.

د ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب الله چی د بشري حقوقو فعاله ده او د مهاجرو د مسلو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې سره د مشاورې په توگه کار کوي وایي چې یواځې اتلس کلنه وه چې پلار یې ووژل شو او د هغې نه وروسته یې خپل ژوند د افغانانو او بشریت خدمت ته وقف کړ.

هیله وایي چې د پلار قتل ولړزوله خو قوې یې هم کړه او د دې وړ یې کړه چې په خپلو پښو ودریږي "د پلار او او تره مرگ اسانه نه و خو ما ته یې دا وښوله چې څنگه ژوند وکړم، په خپلو پښو ودریږم او د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم. وکولی شم چې د خپل پلار قتل وبخښم او د هغو خلکو په غم هم پوهه شوم چې خپل خپلوان یې بایللې وي."

هیله نجیب الله وایي چې دا ډیره مشکله پروسه وه او ډیر زیات وخت یې ونیو "هغه خلک چې څوک یې وژل شوې وي، هغوي غواړي چې انتقام واخلې، زه هغوي ته وایم چې هغه وخت چې زما پلار ووژل شو که زما نه چا پوښتنه کړی وی چې زه څه غواړم نو ما به هم دا ویلې و چې زه عدالت غواړم، انتقام غواړم."

هیله وایي چې شاوخوا دولس کاله وروسته په دی پوهه شوه چې د پلار د قتل مسول یو کس نه و بلکه دا یوه سیاسي لوبه ده او ډیرې کړۍ لري "نو ددې په ځایې چې زه د غوسې، خپگان او بدل لپاره د ناراحتۍ احساس ولرم؛ په زړه کې کرکه ولرم، ما وغوښتل چې د زړه سکون او ارام سره ژوند وکړم او وبخښم خو دی ځای ته رارسیدلو ١٢ کاله ونیول".

هیله اوس ځکه د مهاجرو د مرستې لپاره کار کوي چې پخپله هم مهاجره ده. په دومره کچه عمر کې د مهاجرت د مشکلاتو په هکله امریکا غږ ته وویل چې ډیره مشکله وه چې ژوند د سره پیل کړي خو دا یواځنۍ افغانه نه ده چې دا ډول سختې یې گاللې دي.

هیله وایي چې خپل پلار داسې روزلې وه چې د مشکل سره یې په زغرده مقابله وکړه "ما د خپل مور او پلار نه دا زده کړي وو چې په خپل ځان باور ولرم او دا مې په پام کې وساتله چې زه د ژوند نه څه غواړم او خلکو ته څه پیغام ورکول غواړم."

د خپل پلار لاره تعقیبوم

هیله وایي چې هغه د خپل پلار د فکر پلوي کوي او هم هغه لاره تعقیبوي "زه د خپل پلار په لاره روانه یمه، د افغانستان سره د خپل تحقېق د لارې او د خپل کتاب د لارې مرسته کوم. زه د خپلو خلکو سره په تماس کې اوسم ، ریښتونې اوسم، د روغې جوړې لپاره کار کوم، انتقامې فکر نه لرم، د خلکو نظر اورم، د اختلافي نظر لرونکو سره کینم او د هغوي نظر ته درناوې کوم او که زه دغه کارونه کوم، چې که په افغانستان کې دننه او که د افغانستان نه دباندې وي، نو زه فکر لرم چې زه د خپل پلار پېغام او فکر پر وړاندې بیایم."

په افغانستان کې د روغې جوړې په موضوع کتاب

هیله نجیب په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې لپاره یو کتاب هم لیکلې. هغې په خپل کتاب کې د افغانستان حکومت او هر هغه چا ته چې په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي وړاندیزونه کړي چې څنگه کولی شي په دغه جنگ ځپلي ملک کې سولې ته لاره هواره شي.

هغې امریکا غږ ته وویل په دی باور لري چې د افغانستان جگړه یواځې نظامي حل ته نه بلکې یو ټولنیز حل ته ضرورت لري.

هیله نجیب د افغانستان د راتلونکې په هکله وایي چې په افغانستان کې ډیر فرصتونه موجود دي خو دا د افغاننستان په مشرانو پورې اړه لري چې هغوې به افغانستان د شخړو او اقتصادی مشکلاتو نه وباسي او که هغوي به خپل پخواني سیاست ته دوام وکړي.

هیله نجیب وایي چې افغانان د بل هر څه نه زیات دیته ضرورت لري چې متحد شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG