د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار نوم د امنیت شورا د بندیزونو له لست لرې شو


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې له افغان حکومت سره د سولې تړون وکړ
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې له افغان حکومت سره د سولې تړون وکړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د دې شورا د بندیزونو له لست څخه تېره ورځ د فبرورۍ په درېیمه لرې کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په انټرنیټي ویب پاڼه په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې په ګلبدین حکمتیار باندې لګېدلي بندیزونه لري شوي، پدغه پاڼه کې راغلي، چې د بندیزونو پر وخت د حکمتیار شتمني کنګل شوې وه او په سفرونو یې بندیزونه لګیدلي وو .

د ملګرو ملتونو پدغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ د ۲۲۵۳ پرېکړه لیک په اساس په قلب الدین حکمتیار دا بندیزونه له دې وروسته نشته او د بندیزونو له لست یې نوم لرې شوی دی.

د ملګرو ملتونو پدغه خبرپاڼه کې ګلبدین حکمتیار له القاعده او داعش ډلو سره همکار بلل شوی وو، ویل شوي، چې ګلبدین حکمتیار چې اصلي نوم یې قلب الدین حکمتیار دی د افغانستان تابعیت لري او د کندز اوسېدونکی دی.

د پاسپورټ شمېره یې نشته، د خروټي قوم پورې تعلق لري، د پلار نوم یې غلام قادر دی او ویل کیږي، چې د افغانستان - پاکستان په پوله میشت دی.

دا بیان وايي، چې د ښاغلي حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو او تعذیراتو په لست کې د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ په شلمه ځای په ځای شوی وو او د ۲۰۱۱ کال د مۍ په میاشت کې بیا له سره پرې تعذیرات وضع شوي وو.

دې بیان دا هم ویلي، چې د ښاغلی حکمتیار نوم د انټرپول په لست کې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په اتمه هم ځای په ځای شوی وو.

افغان حکومت له هغه وروسته چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ، له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د ښاغلي حکمتیار نوم د امنیت شورا له تور لست وباسي.

د نوم لرې کولو پر وړاندې غبرګون

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لست نه د حکمتیار د نوم د لرې هرکلی کړی دی.


د افغان حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د موافقتنامې د تطبیق د کمیسیون مشر اکرم خپلواک امریکا غږ ته وویل چې دا مثبت اقدام دی او د ښاغلي حکمتیار د نوم لرې کول د سولې په راتلوونکو پروسو هم تاثیر لري.

ښاغلي خپلواک وویل" نړیوالو د افغان حکومت په غوښتنه دا اقدام کړی، هرکلی یې کوو".

افغان حکومت د تېر کال په ډیسمبر کې دا غوښتنه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا کړې وه، خو داسې راپورونه هم وو، چې روسیه په امنیت شورا کې د حکمتیار د نوم له لرې کولو سره مخالفه ده.

د حزب اسلامي د سولې د پلاوي یوه غړي عتیق الله صافي امریکا غږ ته وویل چې حزب اسلامي دا تائيدوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا ددوی د حزب د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د تعذیراتو له لست لرې شوی او د ملګرو ملتونو له خوا ورته ویل شوي وو چې تېره شپه د حکمتیار نوم په اجنډا کې شامل شوی دی.

ښاغلي صافي وویل" بیګاه د شپې مونږ ته د ملل متحد له خوا خبر را ورسېده، چې مسئله اجنډا ته داخله شوله، او څوک مشکلات نه لري او روسان خپله ملاحظه اخېستې ده. نن سهار خبر را ورسېده او د ملل متحد په صفحه کې هم دا خبره نشر شوله او زمونږه لخوا هم تائید ده".

عتیق الله صافي وویل چې تېره اوونۍ یې په کابل کې د روسیې له سفیر سره لیده کاته کړي خو د روسیې سفیر ورته ویلي وو چې کوم ملاحظه نه لري.

د حزب اسلامي د پلاوي دغه غړي امریکا غږ ته دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د حزب اسلامي په ټولو غړو تعذیرات لرې شوي او په دوو قومندانانو تعذیرات د امریکا لخوا وو نه د امنیت شورا.

ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار د تېر کال په سپټمبر کې د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه او داسې راپورونه دي، چې ژر به حکمتیار ته راستون شي.

XS
SM
MD
LG