د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله وایي په اسرائیل یې توغندي او ډرون الوتکې وارې کړي


د اسرائیل پوځ تیره ورځ د لبنان سره په ګډې پولې د حزب الله یو مرکز بمبارد کړ.
د اسرائیل پوځ تیره ورځ د لبنان سره په ګډې پولې د حزب الله یو مرکز بمبارد کړ.

په لبنان کې د حزب الله ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، شنبه اپریل ۲۷ ( غوایي اتمه ) ویلي چې د اسرائیل شمال یې په بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او رهبري شویو توغندیو ویشتلی دی.

د حزب الله ډلې دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې د اسرائیل په یو برید کې درې تنه ووژل شول چې دوه یې د حزب الله د وسله والې ډلې غړي و.

د حزب الله په اعلامیې کې ویل شوي چې د اسرائیل په شمال کې یې د ال منارار په نظامي قوماندانۍ او د ګولاني لوا د ۵۱ م کنډک په سرتیرو د رهبري شویو توغندیو او په چاودیدونکو موادو سمبالو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کړیدي.

سره لدې چې د حزب الله ډلې ندي ویلي چې آیا پدې بریدونو کې یې په اسرائیل کې دننه څه زیان رسولی که نه خو د اسرائيل دفاعي ځواکونو ویلي چې د آیرن ډوم د هوایي دفاع سیسټم یو هوایي هدف شنډ کړی چې د لبنان څخه د اسرائیل په شمال وار شوی و.

د پوځ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې هغه سیمه یې ویشتلي چې د ټانک ضد څو توغندي ترې وار شوي و.

د لبنان ملي خبري اژانس بیا ویلي چې په اسرائیل باندې د دې برید څخه وروسته په یو کلي هوایي برید شوی چې ۱۱ تنه پکې ټپي شویدي.

تر دې وړاندې د اسرائیل جنګي جیټ الوتکو د لبنان په جنوب کې د حزب الله وسله والې ډلې نظامي تاسیسات ویشتي و خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویل شوي.

پر اسرائیل باندې د حماس د ډلې د تیر کال د اکټوبر د اوومې نیټې له بریدونو وروسته اسرائیل نږدې هره ورځ د لبنان له حزب الله سره، چې د ایران او حماس ډلې نږدې متحد دی، ډزې تبادله کوي، چې دغه وضعیت په سیمه کې د جګړو د پراخیدو لامل شوی.

د حماس اواسرئيل ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې اسرائيل په لبنان کې د حزب الله په ډلې وخت ناوخت بریدونه کوي‌ او دا ډله هم په اسرائيل باندې توغندي واروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG